لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغلان:په امینتي ځواکونو برید کې ۱۶سرتیري وژل شوي،۱۰ژوبل


افغان میډیا وایي وسله والو د بغلان ولایت په ګذرګاه نور ولسوالۍ کې په امنیتي ستریترو یو ستر برید کړی چې پکې شپاړس سرتیري وژل شوي اؤ ۱۰ نور ژوبل شوي دي

دچهارشنبې په ورځ دافغانستان طلوع ټيلي وژن پخپل راپور کې ویلي دا برید د ګذزګاه نور ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ تیره شپه شوی چې پکې ۱۰ پولیس اؤ شپږ د ملي اردو سرتیري وژل شوي.

راپور کې دسرچینو په حواله ویل شوي چې برید تر دچهارشنبې د ورځې پورې دوام لري اؤ اوس د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ څخه د ډزو اوزونه اوریدل کیږي.

دافغانستان ددفاع وزارت اؤ طالبانو لا ددې برید په اړوند څه نه دي ویلي‌ .

په عین حال کې دافغانستان دکورنیو چارو وزارت ویلي چې دتیرو دوؤ اوونیو په مهال وسله والو طالبانو دافغانستان بیلابیلو سیمو کې ۵۷۵ بریدونه کړي چې پکې ۲۵۱ ملکي وګړي وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

دکورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین په ټوئټر لیکلي چې طالبانو په دوؤ اوونیو کې شپږ ځانمرګي بریدونه اؤ ۹۲ دمائنونو چاودنې کړي چې پکې ۹۶ملکي کسان وژل شوي اؤ ۱۶۵ نور ژوبل شوي.

خو هغه نه ده واضحه کړې چې دطالبانو په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې په امنیتي ځواکونو دطالبانو دبریدونو دا لړۍ یو ځل بیا په داسې حال کې چټک شوې چې دتیرې میاشتې راهسې طالبان اؤ دافغان دولت پلاوی په قطر کې خپل منځي خبرو ته ورټول شوي خو دواړه خواوې لا دخبرو په پیل اؤ ایجنډا نه دي متفق شوي.

افغان دولت اؤ امریکا دقطر دمذاکراتو په جریان کې څو کرته طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو لا دغه غوښتنې ته غاړه نه ده اېښودلې اؤ وایي د اوربند نه وړاندې باید دجګړې علتونه له مینځه یوړل ش

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG