لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

عمران خان:اپوزیشن سره جوړجاړي ته غاړه نه ږدم/فضل الرحمان،حکومت به ددسمبر نه مخې ختم وي


دپاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان یو وارې بیا په ډاګه کړې ده چې که هر څه ورپېښیږي هغه به د مخالفو ګوندونو سره سازباز ته غاړه نه ږدي.

خو بل لوري ته د حکومت مخالفه ګوندونو د ائتلاف پاکستان ډيموکریټک موومنټ مشر مولانا فضل الرحمان وایي حکومت به تر دسمبره دوام ونه کړي اؤ تر دې مخې به د مخالفو ګوندونو د احتجاجي تحریک په نتیجه کې دعمران خان حکومت نسکور شي.

دمخالفو ګوندونو ائتلاف د ۱۶م اکتوبر څخه دحکومت په ضد د احتجاجي تحریک پیلولو پرېکړه کړې ده اؤ ټاکل شوې ده دغه لړ کې د پي ډي‌ ایم وړومبۍ ګډه احتجاجي جلسه په شپاړم اکتوبر دپنجاب ګوجرانواله ښار کې کیږي.

دچهارشنبې په ورځ دپاکستاني سیینیټرانو یوې ډلې سره لیدنه کې وزیراعظم عمران خان ویلي هغه چې څنګه واک ته ورسیدو نو ویلي یې وؤ چې په غبن اؤ مارا دهاړه کې ککړ سیاستمداران به دهغه دحکومت په ضد یو موټي کیږي اؤ نن هم دغسې وشوه.

عمران خان اؤ دهغه د حکومت نور وزیران وخت په وخت پخپلو سیاسي مخالفینو د غبن اؤ پیسو وهنې تورونه لګوي اؤ دپخواني وزیراعظم نوازشریف اؤ پخواني صدر اصف زرداري په ګډون دمخالفو ډلو دیو شمیر مشرانو په ضد دهیواد داحتساب ادارې دغبن مقدمې هم جوړې کړي دي.

خو مخالف ګوندونه دغه مقدمې د حکومت انتقامي ګامونه ګرځوي اؤ دریځ لري چې دعمران خان حکومت په ټګۍ اقتدار ته رسیدلی اؤ د ګوډاګي په څېر دبل “چا” په لاسونو کې لوبیږي.

وزیراعظم عمران خان زیاته کړې ده چې مخالف ګوندونه که دهغه دحکومت په ضد جلسې کوي اؤ که لاریونونه هغه ترې نه ویریږي اؤ کله به هم په فشار کې د راتلو له امله اپوزیشن سره جوړ جاړي ته غاړه نه ږدي.

په عین حال کې چارسده کې یوې درنې ولسي جلسې ته پخپله وینا کې د پي‌ ډي ایم مشر مولانا فضل الرحمان دحکومت په ضد دبغاوت اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې اوس د ولس سمندر په غورځنګونو شوی اؤ حکومت به د دسمبر نه وړاندې ختم شوی وي.

هغه ویلي” مونږ دائین اؤ قانون په درشل کې دننه جګړه کول غواړو اؤ اوس به هله خپله ساه اخلو چې خپل منزل ته ورسیږو”

مولانا فضل الرحمان زیاته کړې چې دعمران خان حکومت د ټګۍ دلارې جوړ شوی اؤ نن هر څوک دا خبره مني چې دې واکمنانو دپاکستان تباهۍ ته رسولی دی.

دحکومت سیاسي مخالف ګوندونه اؤ څېړنګاران وایي چې دعمران خان حکومت دپوځ په ملاتړ جوړ شوی خو پوځ بیا دریځ لري چې دهیواد په سیاست کې هیڅ لاسوهنه نه کوي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه څو ورځې وړاندې دهیواد پوځی اکاډمۍ کې دنوؤ روزل شوؤ پوځي افسرانو یوې دستورې ته خپله وینا کې واضحه کړې وه چې پوځ به دائین اؤ قانون په رڼا کې دحکومت مرستې ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG