لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قطر: د حکومت او طالبانو مذاکراتي ډلو ځنډولې ناستې بیا پیل کړې او دویمه عمومي غونډه شوې


واشنګټن ــــ په قطر کې د افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي ډلې له شاوخوا دوولس ورځو ځنډ وروسته بیا په داسې حال کې ناسته کړې چې په افغانستان کې "د طالبانو له خوا" د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي او په نتیجه کې یې ګڼ شمېر افغان پوځیان او طالب وسلوال وژل شوي دي.

د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې غړی نادر نادري وایي، د دوی پلاوي د شورو- چارشنبې په ماښام د طالبانو له پلاوي سره عمومي غونډه کړې ده. نادر نادري پر ټویټر لیکلي:

"په جلسه کې د اختلافي موضوعاتو پر حل بحث او ټینګار وشو چې د دواړو پلاوو تماس ډلې دې ژر تر ژره اختلافي موضوعاتو ته حل لارې پيدا کړي".

بل لور ته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم هم وایي، چې د بین الافغاني خبرو د پرانیستنې تر غونډې وروسته دا دویمه عمومي غونډه وه چې وایي د ماښام له شپږو تر اتو بجو دوه ساعته یې دوام وکړ:

"په ناسته کې د دواړو ټیمونو مشرانو د بین الافغاني مذاکراتو د پروسې د ښه پر مخ بېولو لپاره خپلې سپارښتنې خبرې درلودلې، همدا رنګه د خبرو د تګلارې په اړه چې کوم اختلافي ټکي پاتې دي پر هغه بحثونه وشول".

د طلوع افغان ورځپاڼې په وینا د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې سرچینو ویلي، د سولې د خبرو لپاره د ځنډېدلو ناستو پر بیا پیلېدو د تېرې ګل- دوشنبې په ورځ هغه وخت اتفاق وشو، چې وایي طالبانو ته یې په ناسته کې ځینې نوي وړاندیزونه وکړل.

سرچینې وایي په وړاندیزونو کې یو دا وو چې د رسمي خبرو د تګلارې پر لانجمنو اصولو خبرې بل پړاو ته پرېږدي. د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې غړې فوزیه کوفي وایي خبرې نور باید ونه ځنډېږي:

"د افغان ولس حالاتو ته په کتو موږ دې ته اړتیا لرو چې د خبرو بهیر ګړندی کړو، ځکه چې هره ورځ مو خلک [د جګړې] قرباني کېږي".

د طالبانو او حکومت مذاکراتي ډلو پخپلو تېرو ناستو کې د سولې د مخامخ او رسمي‌ خبرو د تګلارې لپاره له 20 مادو څخه پر اتلسو سلا شوي وو، خو د دوو مادو پر سر د اختلاف له کبله یې خبرې ځنډېدلې وې چې طالبانو ټینګار کاوه حنفي فقه او د طالبانو او امریکا تر منځ تړون باید د خبرو بنیاد وي خو د حکومت مذاکراتي ډلې یې دا غوښتنه رد کړې وه.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وایي، د اختلاف د حل په موخه بیا هم تماس ګروپونو ته دنده وسپارل شوه چې د اختلاف د حل لپاره خپلو بحثونو ته ادامه ورکړي:

"چې څومره ژر کیدای شي د طرز العمل په اړه نهايي توافق را منځته شي او بیا د اجنډا په موضوعات پيل وشي".

افغان حکومت، امریکې او نېټو ځواکونو د افغانستان د نورو ولایتونو په ګډون پر هلمند ولایت د طالبانو وروستي برید ته په کتو په ټینګار سره له طالبانو غوښتنه کړې چې له تشدده لاس واخلي او ډزبندي وکړي خو طالبانو نه دغو غوښتنو ته څه جواب ویلی او نه یې تر اوسه د قطر په ناسته کې د ډزبندۍ خبره کړې ده.

په قطر کې د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې غړي نادر نادري او حبیبه سرابي وایي، که طالبان په افغانستان کې تشدد را کم نه کړي او جګړې ته همداسې دوام ورکړي نو دا به د سولې خبرې اغېزمنې کړي او بیا به دوی مجبور وي چې له طالبانو سره پر خبرو له سره غور وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG