لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې لسګونه زره خلک دسختو جګړو منځ کې راګیر دي، دبخښنې نړیوال سازمان


دبخښنې نړیوال سازمان وایي دهلمند په روانه جګړه کې په لسګونو زره خلک دسختو جګړو په منځ کې را ایسار دي اؤ ددې جګړې د و ودریدو څه نخښې نخښانې نه لیدل کیږي.

دیادې ادارې د سویلي ایشیاء دڅانګې مشر عمر ورایچ پخپل یو بیان کې ویلي چې دهلمند په مرکز لښکر ګاه کې دملکي خلکو دپاره حالت زیات خطرناک دی اؤ په راتلونکو ورځو کې دغلته وضعیت نور هم خرابیدی شي.

بیان کې راغلي چې هلمند کې د جګړو له امله تر اوسه لږ تر لږه ۳۵زره ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

دبیان له مخې په لښکر ګاه کې د روانو جګړو له امله برېښنا قطع شوې اؤ مخابراتي شبکې اؤ انټرنیټ هم کار پرېښودی دی.

سازمان وایي کومې کورنۍ چې د هلمند نه بې کوره شوي هغوئ اوس د استوګنې ځایونه نه لري اؤ ګڼ شمیر کورنۍ دسرپناه لټولو دپاره دګاونډیو سیمو د د وسیدونکو کورونو کې پناه اخستې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان پر افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې بې‌ځایه شویو کورنیو ته په بیړني ډول د سرپناه، خوړو او نورو بشري مرستو د رسولو غم وخوري.

ادارې په جګړه بوختو خواؤ باندې غږ کړی چې د ولسي خلکو خوندیتوب باوري کړي اؤ هغوئ ته دې اجازه ورکړي چې دښار اؤ هاغو سیمو څخه اوځي چې جګړې پکې روانې دي.

طالبانو دیکشنبې په ورځ دهلمند په لښکرګاه برید کړی ؤ اؤ وروسته بیا دغه جګړې نورو سیمو ته هم خورې شوي دي.

په جګړه بوختې دواړه خواوې دې جنګونو کې یو بل ته د درنو زیانونو رسولو دعوې کوي.

دا درنه جګړه په داسې حال کې پیل شوې چې په قطر کې طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی دتیرې میاشتې راهسې د سولې خپل منځي خبرو ته ناست دي خو لا یې د خبرو اترو په اصولو اؤ‌ ایجنډه اتفاق نه دی کړی.

دهلمند تر څنګ د افغانستان یو شمیر نورو سیمو کې هم په دې وروستیو کې د جګړو اؤ تشدد کچه لوړه شوې ده اؤ تیره ورځ دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي وؤ طالبانو په دوؤ اوونیو کې شپږ ځانمرګي بریدونه اؤ ۹۲ دمائنونو چاودنې کړي چې پکې ۹۶ملکي کسان وژل شوي اؤ ۱۶۵ نور ژوبل شوي.

افغان دولت اؤ امریکا دقطر دمذاکراتو په جریان کې څو کرته طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو لا دغه غوښتنې ته غاړه نه ده اېښودلې اؤ وایي د اوربند نه وړاندې باید دجګړې علتونه له مینځه یوړل ش

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG