لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زلمی خلیلزاد:‌ طالبانو سره د سولې لوظنامې د عملي کېدو لپاره به بیا ګامونه واخلو


واشنګټن ــــ د افغانستان د سولې دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي دي چې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرل مېلر تر څڼګ یې د طالبانو سره یو شمېر ملاقاتونه کړي او دواړو خواوو په دې اتفاق وکړ چې د قطر د لوظنامې د ټولو برخو او ژمنو لپاره به عملي ګامونه واخلي.

خلیلزاد د پنجشمبې- زیارت په ورځ په ټوېټر لیکلي چې دا په عملیاتو او تشدد کې د کمولو معنا ورکوي چې پکې دا وخت ډېر افغانان مري. خلیلزاد وايي چې تمه لري د لوظنامې د ټولو برخو د سمولو سره به په مرګونو او تشدد کې د پام وړ کمی راشي.

هغه ویلي چې په افغانستان کې په دې وروستیو هفتو کې بریدونه زیات شوي چې د سولې روان عمل او افغان ولس ته یې ګواښونه جوړ کړي او سیمه ییز همکاران او نړیوال مرسته کوونکي یې اندېښمن کړي دي.

زلمي خلیلزاد نور ویلي چې دوی د خپلې برخې کار وکړو او په فعاله توګه به د دې د عملي کولو څارنه کوي:

"باید ټولې خواوې خپلې ذمه وارۍ ضرور تر سره کړي. مونږه د خپلو نړیوالو د مرستو او ملاتړ مننه کوو".

طالبانو هم د امریکايي چارواکو سره د ملاقانو تصدیق کړی او د قطر د دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم په ټوېټر لیکلي چې د مذاکراتي ټيم د مشر شيخ عبدالحکيم او ورسره هيئت او د امريکې د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او جنرال ميلر او ورسره هيئت تر منځ په دې څو ورځو کې څو ناستې شوې دي.

ده ویلي "دواړو لوريو د توافقنامې په اهميت ټينګار وکړ او د ښه عملي کېدو په اړه يې مفصلې خبرې وکړې". نور وايي چې "همدارنګه به پهعامه توګه دواړه لوري خپلو مسوليتونو ته متوجه کېږي او هڅه به کوي چې توافقنامه په ښه او بشپړه توګه عملي شي".

په قطر کې د افغان طالبانو سره د امریکايي چارواکو دا تازه ملاقاتونه وروسته له هغې شوي چې په خاصه توګه هلمند او د هېواد په یو شمېر برخو کې تشدد یو ځل بیا زیات شوی چې ولس یې سخت اندېښمن کړی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وایي د هلمند په روانه جګړه کې په لسګونو زره خلک د سختو جګړو په منځ کې را ایسار دي او ددې جګړې د ودریدو څه نخښې نښانې نه لیدل کیږي.

په بیان کې راغلي چې په هلمند کې د جګړو له امله تر اوسه لږ تر لږه 35 زره ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودلو ته مجبوره شوي دي.

طالبانو د یکشنبې په ورځ د هلمند په لښکرګاه برید کړی و او وروسته بیا دغه جګړې نورو سیمو ته هم خورې شوي دي. په جګړه بوختې دواړه خواوې په دغو جنګونو کې یو بل ته د درنو زیانونو رسولو دعوې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG