لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

م م: په یمن کې تر زرو زیات بندیان خوشې شول


یمني بندیان د سعودي ایتلاف لخوا تر خوشې کېدو وروسته

واشنګټن – ملګروملتونو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل،‌ چې د یمن په جګړه کې دواړو ښکېلو غاړو تر زرو (۱۰۰۰) زیات بندیان خوشې کړي دي چې دا په ۲۰۱۵ کال کې د یمن د جګړې د پیل راهیسې د بندیانو تر ټولو لویه تبادله ده.‌

د یمن لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي مارټین ګرفېتس د ملګروملتونو د امنیت شورا ته له اردون څخه په خپلو خبرو کې وویل، "له نن سهار څخه د یمن په اسمان کې د هیلې هوا چلېږي."

هغه وړاندې وویل، "زه د ښکېلو غاړو د رهبرۍ ستاینه کوم چې په رغنده توګه یې مذاکراتو ته ژمنتیا وښوده او په بریالیتوب سره دې تړون ته سره ورسېدل."

ډپلوماټانو ویلي، ۱۰۸۱ بندیان چې په اصل کې اکثره یې یمنیان دي خوشې شوي او خپلو کورونو ته رسول شوي دي.

دا د هغه تړون له مخې شوې دي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې د سوېتزلېنډ په مونټرېکس کې د مذاکراتو په ترڅ کې وشو.‌

په دغو خوشې شویو بندیانو کې ځینې سعوديان هم وو چې بېرته خپل هېواد ته استول شوي دي خو ګرفېت وویل، په خوشې شویو کې ښځې نه دی شاملې او د بندیانو لېستونه د ښکېلو ډلو لخوا چمتو شوي وو.

لا تر اوسه هم په زرګونو نور بندیان له ښکېلو غاړو سره پاتې دي خو د زیارت یا پنجشنبې د ورځې د بندیانو دغه ازادول په دغې شخړه کې تر ټولو لوې شمېر دی.‌

په منځني ختیځ کې د سره صلیب د نړیوالې ادارې سیمیز مشر فبریزیو کاربوني له یمن څخه وویل، "مونږ هیله لرو چې د بندیانو خوشې کېدل به د اړوندو ښکېلو غاړو ترمنځ د باور په جوړېدو کې لومړی ښه ګام وي تر څو یمنیانو ته په راتلونکې کې نور ښه خبرونه هم راوړي."

نوموړي په یمن کې د بندیانو د تبادلې بهیر له نېږدې څاره ځکه د سره صلیب نړیواله کمېټه د بندیانو په تبادله کې د بې پرې منځګړي په توګه کار کوي.

همدارنګه یاده اداره د خوشې شویو بندیانو روغتیايي معاینه هم کوي تر څو دا باوري شي چې بندیان روغ او د سفر کولو جوګه دي او د کورونا وایرس سپارښتنې هم د هغوی د انتقال په بهیر کې باوري کوي.‌

XS
SM
MD
LG