لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د هلمند والي: لشکر طیبه، جیش محمد او القاعده له طالبانو سره مرسته کوي


واشنګټن – د هلمند والي یاسین خان د زیارت یا پنجشنبی په ورځ چې په دغه ولایت کې د روانو جګړو شپږمه ورځ ده وویل، په روانو جګړو کې له طالبانو سره بهرني جګړه ماران مرسته کوي.‌

د طلوع نیوز خبري ویب پاڼې د راپور له مخې، یاسین خان ویلي، چې په دغو بهرنیو جګړه مارو کې د پاکستانیو ترهګرو ډلو جېش محمد، لشکر طیبه او د القاعده شبکې کسان په جګړه کې د طالبانو ملاتړ کوي.‌

هغه وویل، طالبانو د یادو ترهګرو ډلو غړو ته خوندي ځایونه ورکړي او دغه ترهګرې ډلې وسلوالو طالبانو ته پوځي او د بمونو جوړولو روزنه ورکوی خو طالبانو دا ادعا رد کړي دي.

یاسین خان وویل، "هلته القاعده،‌جېش محمد،‌ لشکر طیبه او د منځنۍ اسیا ترهګر شتون لري. دوی له طالبانو سره دا مهال او هم پخوا مرسته کړې."

راپورونه وايي، په هلمند کې روانو جګړو ډېرې عامه ویجاړۍ رامنځ ته کړي.

طالبانو د هلمند په مرکز لشکرګاه باندې د تېرو شپږو ورځو راهیسې ستر عملیات پیل کړي دي.‌

د طلوع نیوز په خبر کې وړاندې راغلي، طالبانو همدارنګه د هلمند ولایت په ناوه، نهر سراج او ناد علي ولسوالیو هم ځینې بریدونه کړي دي.‌

ددغو عملیانو او بریدونو پر وخت طالبانو ځینې امنیتي پوستې هم نیولې دي.

افغان چارواکو ویلي، امنیتي ځواکونه به ډېر ژر دغه پوستې بېرته له طالبانو څخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG