د پاکستان د پنجاب صوبې په ګوجرانواله کې د مخالف ګوندونو په احتجاجي غونډه کې پخواني وزيراعظم نوازشريف د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه باندې په انتخابونو کې د اولس خوښه ردول او په قاضيانو باندې په 'زبردستۍ' يا زور د فيصلو کولو تورونه پورې کړي دي.
د پاکستان پوځ تر دې دمه د ښاغلي شريف تورونو ته ځواب ويلی نه دی خو جنرال باجوه تېره اونۍ په کاکول کې پوځي غونډې ته ښکاره ويلي وو چې د حکومت ملاتړ به کوي.
په پوځي مشرانو د پاکستان د پخواني وزير اعظم ميا نواز شريف نوي او سختو تورونو په پاکستان کې سياست لا نور ګرم کړی او ښاغلي شريف وينا ښايي چې اصلي هدف يې د پوځ اوسنی مشر او هغه ته نزدې پوځي جنرېلان دي.
نواز شريف شریف دغه خبرې د تحریک انصاف د حکومت مخالفه 11 ګوندونو غورځنګ پي ډي اېم احتجاجي غونډې ته د لندن نه د ويډيو د لارې په وېنا کې کړي چې د رويټرز خبري ادارې ترمخه په زرګونو خلکو پکې ګډون کولو.
د ګوجرانوالې غونډه د حکومت مخالفه غورځنګ لومړۍ جلسه وه چې د پي ډي ا ېم په وېنا هدف يې د عمران خان حکومت لرې کول دي.
په پاکستان کې د پوځ په رول سياستدانان، ميډيا او د ډېموکراسۍ څارونکې ادارې اکثره نيوکې کوي خو په ګوجرانواله کې د ښاغلي شريف وروستۍ وينا ښکاره او رسا وه.
'' جنرال قمر جاوېد باجوه دا سوغات [اوسنی حکومت] تاسو راکړی، په مصيبت باندې د دې اخته قام د پرېشانۍ وجه تاسو يئ، تاسو زمونږ سم دم حکومت رخصت کړی وو، تاسو د پارلېمان د غړو خرڅول پېل کړل، په ججانو مو په زور فيصلې وکړې، ...جسټس شوکت عزيز او جسټس قاضي فايز عيسا خلاف ګامونه ستاسو په خوښه کېږي، تاسو په انتخابونو کې د اولس خوښه رد کړه او په هغوی مو نا اهله ټوله کېنوله. د دې بربادۍ زمه وار تاسو يئ.''
پخواني وزير اعظم په لومړي ځل د جنرال باجوه په نامه اخستلو سره د هغه پر ضد چارج شيټ يا د تورونو فهرست وړاندې کړی.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې پخواني مدير ناصر عباس په يو ټويټ کې ويلي چې د ګوجرانوالې جلسې ته د نواز شريف وينا په تول پورا وه. ځينو نورو ويلي چې ښاغلي شريف سياسي جګړه پوځ لور ته اوړلې ده.
په سوشل ميډيا د نواز شريف په نيوکو دا پوښتنه هم شوې ده چې که جنرال باجوه په انتخابونو کې د درغلۍ زمه وار دی نو بيا ولې د ښاغلي شريف ګوند جنرال باجوه ته د درې کاله سېوايي مودې لپاره د پوځ مشر پاتې کېدو په اړه په پارلېمان کې د قانوني بدلون ملاتړ کړی وو.
ښاغلي شريف د پوځ د مشر سره سره د پوځي استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال فېض باندې هم تورونه لګولي او د کوټې پخواني کور کمانډر جنرال عاصم باجوه د مال دولت په اړه يې پوښتنه وکړه چې احتساب يې ولې نه کېږي؟. او ولې اوس هم د چين پاکستان د اقتصادي راهدارۍ د ادارې د مشرۍ په څوکۍ ناست دی. د دغې پروژې مالي لګښت د 60 نه تر 80 اربو ډالرو پورې ښودل کېږي.