لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهلمند جګړه کې ۳۰۰طالبان وژل شوي،د۸۵ؤ مړي کوټې ته وړل شوي،دافغان چارواکو دعوه


افغان چارواکي وایي دهلمند په جګړه کې تر درېوؤ سوؤ زیات طالبان وژل شوي اؤ په دوئ کې د۸۵ؤ طالبانو مړي دپاکستان دکوټې ښار ته وړل شوي دي.

دهلمند والي یاسین خان خبریالانو ته ویلي دتیرو څو ورځو راهسې په روانه جګړه کې ۳۰ؤ امنیتي سرتیرو ته هم تلفات اوښتي خو هغه نه ده واضحه کړې چې څومره افغان سرتیري په دې جګړه کې وژل شوي یا هم ژوبل شوي دي.

والي دعوه کړې ده چې په دې جګړه کې دطالبانو تر ۳۰۰ؤ زیات وسله وال وژل شوي خو طالبانو د والي دا دعوه رد کړې اؤ دا ادعاوې هیڅ حقیقت نه لري.

په عین حال کې د د۲۱۵میوند قول اردو قوماندان ولي محمد احمدزي پخپله یوه ویډیو کې دعوه کړې ده چې دهلمند جګړه کې د وژل شوؤ ۸۵ؤ طالب وسله والو مړي کوټي ښار ته وړل شوي دي.

رسنۍ وایي په هلمند کې د روانې جګړې په نهمه ورځ هم دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار او تر څنګ يې د نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو مرکزونه د وسله والو تر محاصرې لاندې دي او لويې لارې سقوط دي.

خو قوماندان ولي محمد وایي افغان سرتیري به تر خپله وسه مړانه وښایي چې لښکرګاه ښار دطالبانو لاس ته ونه لوئیري.

دقول اردو مشر وایي په کومو سیمو کې چې جګړې روانې دي هلته افغان ځواکونه شتون لري اؤ په طالبانو یې ساحه راتنګه کړې ده خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي په ټوئټر لیکلي چې هلمند کې دافغان ځواکونو څخه پاکې کړل شوې سیمې دطالبانو په لاس کې دي اؤ افغان ځواکونه دپرمختګ نه پریوتي دي.

درې ورځې دمخه دبخښنې نړیوال سازمان ویلي وؤ دهلمند په روانه جګړه کې په لسګونو زره خلک دسختو جګړو په منځ کې را ایسار دي اؤ ددې جګړې د و ودریدو څه نخښې نخښانې نه لیدل کیږي.

دیادې ادارې د سویلي ایشیاء دڅانګې مشر عمر ورایچ پخپل بیان کې ویلي وؤ چې دهلمند په مرکز لښکر ګاه کې دملکي خلکو دپاره حالت زیات خطرناک دی اؤ په راتلونکو ورځو کې دغلته وضعیت نور هم خرابیدی شي.

طالبانو دتیرې یکشنبې په ورځ دهلمند په لښکرګاه برید کړی ؤ اؤ وروسته بیا دغه جګړې نورو سیمو ته هم خورې شوې وې.

دا درنه جګړه په داسې حال کې پیل شوې چې په قطر کې طالبان اؤ دافغان دولت مرکچي پلاوی دتیرې میاشتې راهسې د سولې خپل منځي خبرو ته ناست دي خو لا یې د خبرو اترو په اصولو اؤ‌ ایجنډه اتفاق نه دی کړی.

دهلمند تر څنګ د افغانستان یو شمیر نورو سیمو کې هم په دې وروستیو کې د جګړو اؤ تشدد کچه لوړه شوې ده اؤ تیره ورځ دافغانستان دکورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي وؤ طالبانو په دوؤ اوونیو کې شپږ ځانمرګي بریدونه اؤ ۹۲ دمائنونو چاودنې کړي چې پکې ۹۶ملکي کسان وژل شوي اؤ ۱۶۵ نور ژوبل شوي.

افغان دولت اؤ امریکا دقطر دمذاکراتو په جریان کې څو کرته طالبانو څخه د اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو لا دغه غوښتنې ته غاړه نه ده اېښودلې اؤ وایي د اوربند نه وړاندې باید دجګړې علتونه له مینځه یوړل ش

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG