لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مريم نواز مېړه (ر) کېپټن صفدر په کراچۍ کې پوليسو نيولی


د پاکستان مسلم ليګ ن مشرې مريم نواز ویلي، "پولیس په هوټل کې زما د کمرې دروازه ماته کړې او کېپټن صفدر يې نيولی دی".

په کراچۍ کې په بريګېډ پولیس تاڼه کې د وقاص احمد خان نومې تن په مدعيت کې د (ر) کپټن صفدر او هغه سره 200 کسانو پرضد مقدمه درج شوې چې صفدر او هغه سره کسانو پرون د قايداعظم د مزاد سپکاوی کړی او هغه ته يې د مرګ ګواښونه کړي دي.

د مریم نواز وياند محمد زبېر وايي، د فشار لاندې په صفدر مقدمه درج کړی شوې ده دوی د هغې مالومات رايو ځای کوي.

هغه وويل د سيند صوبې د وزیراعلی مراد علي شاه سره يې خبرې شوي او زیاته يې کړه دا عمليات د ریاست لخوا ترسره شوي او ډېر زر به يې دوی نور مالومات شريک کړي.

د پيپلز ګوند د کراچۍ مشر سعيد غني وايي د صفدر پرضد مقدمه د پاکستان تحریک انصاف لخوا درج شوې ده.

د پاکستان تحریک انصاف د کراچۍ يو مشر خرم شېر زمان په ټويټر ویلي،

"الحمدلله اخر چې د لسو ساعتونو وروسته د مريم نواز او صفدر اعوان سره د 200 کسانو پرضد مقدمه درج شوه چې په مزار قايد کې غنډه ګردي کړې ده، په نوي پاکستان کې د قانون نه بر څوک نشته".

مريم نواز چې د مېړه سره پرون کراچۍ ته د تحريک انصاف د حکومت د مخالفه ګوندونو د غورځنګ (پي ډي اېم) جلسې له راغلې، د قايداعظم مزار ته سره د ګوند د پلويانو ورغلي او صفدر د قايداعظم په مزار کې [ ووټ له عزت ورکړئ] نعرې وهلې وې.

په ټولنيزو رسنيو داسې ويډيو هم خپرې شوي چې د کراچۍ د هوټل نه کله پوليسو هغه نيولی په دغه وخت کې هم صفدر ووټ ته عزت ورکړئ نعره وهلې ده.

XS
SM
MD
LG