لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن – په نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر له ۴۰.۳ میلینو او د مړو شمېر له ۱.۱ میلیونو څخه زیات شوی دی.‌ یواځې په امریکا کې په دې ناروغۍ باندې ۸.۳ میلیونه کسان اخته او له ۲۲۴۰۰۰ زیات مړه شوي دي.

هندوستان د یکشنبې یا اتوار په ورځ وویل، چې دوی په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا تر ۶۱۰۰۰ زیاتې پېښې ریکارډ کړې دي.

په هند کې د کورونا پېښې ۷.۵ میلیونو ته رسېدلي او له ۱۱۴۰۰۰ څخه زیات کسان پکې له کورونا څخه مړه شوي دي.

په ایټالیا کې چې د اتوار په ورځ د کورونا د ۱۱۷۰۵ پېښو سره نوی ریکاډ جوړ شوی لومړي وزیر ګوسیپې کانټې یې ښاروالانو ته واک ورکړی چې عامه څلور لارې او نور داسې ځایونه چې خلک پکې د شپې تر نهو بجو وروسته راټولېږي وتړي.‌

هغه یوې خبري غونډې ته وویل، "حالات بحراني دي. حکومت ورته شته خو هر څوک باید خپله برخه کار وکړي."

د کانټې حکومت هڅه کوي د مارچ د میاشتې په څېر د یو بل لاک ډاون څخه مخنیوی وکړي.‌

ایټالیا په اروپا کې یو ل سختو ځپل شویو هېوادونو څخه وه او د کورونا د دوهمې څپې له راتلو سره د ماسکونو تړل په خلکو لازمي کړي دي، د رسټورانټونو کاري ساعتونه یې کم او یو شمېر نور داسې محدودیتونه لګولي دي.‌

د پاریس په کوڅو او واټونو کې د شنبې یا خالي په ورځ څوک نه ښکارېدل ځکه په دغه هېواد کې د شپې له نهو څخه د سهار تر شپږو پورې ګرځبندیز لګېدلی وو تر څو د وایرس د خپرېدو له مخنیوي سره مرسته وکړي.‌

لږ تر لږه د فرانسې په شپږو نورو ښارونو کې هم په ورته توګه د څلور اونیو لپاره د شپې لخوا ګرځبندیز لګېدلی.

په بلجیم کې د ګل یا دوشنبې له ورځې د شپې له ۱۲ څخه د سهار تر پنځو پورې په ټول هېواد کې ګرځبندیز وي.

په ورته وخت کې په بلجیم کې ټولو کافې ګانو، بارونو او رسټورانټونو ته امر شوی چې د ګل له ورځې به تړلي وي.

د اروپا دوه د بهرنیو چارو وزیران یو د اسټریا الیکزانډر شېلنبرګ او بل د بلجیم سوفې وېلمېز په کورونا اخته شوي دي.‌

دواړو د اکټوبر په ۱۲ نېټه په لوګزامبورګ کې د اروپايي ټولنې په غونډه کې ګډون کړی وو.

د هالنډ پاچا او ملکې یونان ته خپل د رخصتیو سفر وروسته له هاغې کنسل کړ کله چې له دې امله تر سختو نیوکو لاندې راغلل چې هغه څه نه کوي کوم چې ددغه هېواد له نورو خلکو څخه غوښتل کېږي.

په هالنډ کې له خلکو غوښتل شوي چې د کورونا د وبا پر مهال دې په کورونو کې پاتې شي ترڅو د وایرس له خپرېدو مخنیوی وشي.

پاچا ویلم الیکزانډر او ملکه مکسیما د جمعې په ورځ له پلازمېنې هېګ څخه وتلي وو خو د شنبې یا خالي په ورځ بېرته ستانه شول.

دغه جوړې په یوه شاهي بیان کې ویلي وو، "مونږ نه غواړو چې په دې اړه کوم شک پرېږدو. ددې لپاره چې د کورونا وایرس کنټرول شي نو ټولې سپارښتنې باید عملي شي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG