لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: پوځ د دوه ترهګرو د وژلو دعوه کړې، ځايي خلک وایي عام کسان دي خو پوځ په ډزو وژلي


په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې پوځ دعوه کړې چې په علاقه کې د وژل شوي مشر ملک رئيس خان په وژلو کې ککړ دوه ترهګر يې وژلي دي او ځايي خلک بيا د پوځ د لاسه د دوه ځايي کسانو د وژلو تور لګوي.

ملک رئيس خان د اتوار/ يکشنبې په ورځ په خېسور علاقه کې په ډزو وژل شوی ؤ.

خو د خېسور سره تعلق لرونکو نورو ځايي کسانو تور لګولی چې دوی د رئيس خان خان جنازې له روان ؤ او په جلير چيک پوسته په دوی ډزې شوي او دوه تنه ترې وژل شوي دي.

پوځ پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ ويلي ؤ په ميرعلي کې يې د استخباراتي مالوماتو په اساس ترسره شوؤ عملياتو کې دوه ترهګر وژلي چې تعلق يې د عليم خان خوشحالي ډلې سره دی.

پوځ ويلي دا دواړه ترهګر د ملک رئیس په وژنه کې ککړ دي څوک چې په 18م اکتوبر وژل شوی ؤ، پوځ دعوه کړې دغه وژل شوي ترهګر په نورو ترهګرو عملياتو کې هم ککړ ؤ او پولیس ته مطلوب ؤ.

خو پوځ د وژل شوؤ کسانو نور جزيات نه دي شريک کړي.

او د علاقې يو ځايي مشر ملک بهادر خان وايي، دوی پرون سهار په اته بجې د کوره روان شو او د رئيس خان جنازې له تله چې ورسره په ګاډي کې پينځه تنه سواره ؤ.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې بهادر خان دعوه وکړه چې کله دوی د پوځ جلير چيک پوستې ته ورسېده، هغه تور لګوي چې پوځ پرې ډزې پېل کړې او زياتوي دوی بيا د ګاډي نه کوز شو پوځ ته يې په څادرو اشارې کولې چې دوی ځايي خلک دي خو په دوی ډزې روانې وې او دوه تنه ترې ووژل شو او يو ټپي شو.

هغه وويل پوځي سرتيري بيا راغله او د دوی نه یې یو تن د ځان سره بوتللی دی.

بهادر خان وويل بيا د علاقې خلک راغله د دوی سره یې مړي ميرعلي ته يوړه او هلته يې احتجاج وکړو او پوليس ته يې خواست وکړو چې د پوځ د ځايي مشرانو پرضد دغه مقدمه درج کړي، دوی د پېښې تور په پوځي مشرانو لګوي چې د هغوي په وېنا دا کار شوی دی.

پوځ دغو تورونو ته په خپله کوم ځواب نه دی ویلی.

خو د شمالي وزيرستان انتظاميه او پولیس مني چې پرون روغتون ته دوه مړي راوړل شوي او بيا احتجاج شوی او له هغې وروسته احتجاج ختم شوی چې مرستیال کمشنر د دوی نه خواست اخستی او پولیس ته يې د مقدمې درج کولو لارښوونه کړې ده.

د ميرعلي پوليس مني چې د مرستيال کمشنر لارښوونه ورته ترلاسه شوې خو مقدمه يې ځکه نه ده درج کړې چې پوليس په خپله په احتجاج دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG