د روغتیا محکمې شمیرې ښایي په پاکستان کې یو ځل بیا د کرونا وایرس دخوریدو کچه مخ په بره روانه شوې ده اؤ په تیر یو شواروز کې دکرونا وایرئس ۶۶۰ نوې پېښې رامخې ته شوي اؤ ۱۹ کسان په دې وایرس مړه شوي دي.
پاکستان کې په کرونا وایرس د څار مرکز پخپلو خپرو کړو شمیرو کې وایي چې پاکستان کې ټول ټال درې،۲۴زره اؤ ۷۴۴کسانو ته کرونا وایرس ورپورې شوی خو اوس یوازې ۹۳۷۸کسان په دې وایرس اخته دي اؤ نور ټول بېرته روغ شوي دي.
دسرکاري شمیرو له مخې په تیر یو شوارزو کې دهیواد بیلابیلو برخو کې ۱۹کسان په کرونا وایرس مړه شوي چې دې سره دغه هیواد کې په کرونا د مړو شوؤ ناروغانو شمیره ۶۶۹۲ته لوړه شوې ده.
دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ دصحت محکمې چارواکي پرله پسې په ولس ټینګار کوي چې دکرونا وایرس په وړاندې باید بې تفاوته پاتې نه شي اؤ داحتیاط څخه کار واخلي خو مطبوعاتي رپورټونه ښایي چې اوس پاکستان کې زیاتره خلک د کرونا وایرس هغسې جدي نه نیسي لکه پینځه میاشتې وړاندې چې ددې وایرس نه د ځان ژغورلو دپاره څومره احتیاط کولو.
دپاکستان ترڅنګ افغانستان کې هم ۴۰۳۵۷کسان په کرونا وایرس اخته شوي چې له دې جملې څخه ۳۳۷۹۰ بېرته روغ شوي دي.
دافغانستان د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په تیر یو شواروز کې دافغانستان دننه د کرونا وایرس ۸۷نوې پېښې مخې ته راغلي دي.
په ټول نړۍ کې د کرونا وایرس څلور کروړه اؤ څلویښتو لکو نه زیات کسان تر دې مهاله په کرونا وایرس اخته شوي چې له دې جملې څخه ۱۲لکو نه زیات مړه شوي څه کم درې کروړه بېرته روغ شوي دي.