لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په جنوبي وزیرستان کې د اېس ار اېس پي دوه انجينيران تښتول شوي


په قبايلي ضلع جنوبي وزیرستان کې د غېر دولتي ادارې [اېس ار اېس پي] دوه انجينيران نامالومو کسانو تښتولي دي، پولس پېښه تاييدوي.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر [‌ډي پي او] شوکت علي وايي دا دواړه انجينيران تېر ماښام د مکين د قلندر کلي نه بې درکه شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل دې دواړو انجينيرانو په علاقه کې د څښلو د اوبو په پروژو کې کار کولو چې نامالومو کسانو تښتولي دي.

هغه وويل پوليس د دغو کسانو د مالومولو دپاره عمليات پېل کړي دي.

د انجينيرانو د تښتولو زمه واري د دې خبرېدو پورې چا نه ده منلې.

سرحد رورل سپورټ پروګرام (اېس ار اېس پي) چې غېر دولتي اداره ده په کال 1989م کې په خېبرپښتونخوا کې د ټولنې د پياوړتيا، اقتصاد او خلکو د پرمختيا دپاره جوړه شوې او د ادارې د وېب پاڼې ترمخه په کال 2007م کې يې قبايلي علاقو ته خپل خدمات غځولي وو.

په جنوبي وزيرستان کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستيو کې نه يواځې په جنوبي بلکې په شمالي وزیرستان کې هم د بدامنۍ پېښې مخې ته راتلل سېوا شوي دي.

په جنوبي وزيرستان کې د بدامنۍ وروستۍ پېښه په 14م اکتوبر شوې او په شکتویي علاقه کې په پوځ دوه چاؤدنې شوي او د يو پوځي افسر [کپټن] په ګډون پکې اووه پوځي سرتيري وژل شوي وو.

په وروستيو کې په علاقه کې د بدامنۍ په پېښو د سیمې خلکو اندېښنې څرګندې کړي دي.

په اسلام اباد کې د فاټا څيړنيز مرکز مشر منصور مسید په علاقه کې د بدامنۍ څو علتونه ښايي.

وي اوای ډيوه سره په خبرو کې نوموړی وايي په افغانستان کې د سولې خبرې روانېده،او د پاکستاني طالبانو د تحريک مشر مفتي نورولي محسود ټاکنه هغه څه دي چې د هغه په نظر په علاقه کې ترې بدامني سېوا شوې ده.

منصور مسيد وايي نورولي بيرته د طالبانو بيلې شوې ډلې يو ځای کول پېل کړي او هڅه کوي چې په علاقه کې خپله موجودګي او فعاليتونه ښکاره کړي.

د فاټا څيړنیز مرکز د تازه شمېرو ترمخه د تېرو درېو کلونو په پرتله په قبايلي ضلعو کې ترهګري سېوا شوې او په تېرو لسو مياشتو کې په قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ 91 پېښې شوي چې پکې 70 فیصده يواځې په جنوبي او شمالي وزيرستان کې شوي دي.

د شمالي او جنوبي وزيرستان پوليس چارواکي وايي په وزيرستان کې په تېر وخت کې حالات سم نه دي پاتې شوي خو په وروستيو کلونو کې چې دا علاقې په صوبه کې ورګډې شوي امنيت پکې ښه شوی او دوی هڅه کوي چې دلته پوره امنيت ټينګ کړي.

XS
SM
MD
LG