لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ملګري ملتونه د تخار په هوايي برید کې د ۱۲ ماشومانو د وژل کېدو په اړه پلټنې کوي


واشنګټن – ملګري ملتونه وايي، د هغو ادعاوو په اړه پلتنې کوي چې ګواکې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت تخار کې ۱۲ ماشومان هغه مهال ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول کله چې یې په مدرسې باندې هوايي برید ترسره شو.

په تخار کې دغه مرګونی هوايي برید یوه ورځ وروسته له هاغې ترسره شوی کله چې طالبانو په یو کمین کې ۲۶ تنه افغان امنیتي سرتیري ووژل.

په کابل کې د ملګروملتونو دفتر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ژمنه کړې چې د ترسره شوي برید په اړه د دوی د روانو پلټنو پایلې به له بشپړېدو څخه وروسته په ډاګه کړي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په دغه برید کې د ماشومانو وژل کېدل رد کړي دي.

ښاغلي صالح ویلي، په دغه برید کې هغه کسان په نښه شوي دي چې افغان امنیتي سرتیري یې وژلي وو.

امرالله صالح‌ په خپله فېسبوک پاڼه باندې لیکلي، "موږ سره داسې ثبوت شته چې انکار ترې نشي کېدلی. له هغو کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له اوازو یې د (خبرونو) سرټکي جوړ کړي. ما دا ثبوت په خپله لیدلی دی او په اخلاقي او دولتي صلاحیت مې دا خبره لیکلې. ډاډه واوسئ".

د افغانستان ددفاع وزارت هم په یو خپور کړي‌ بیان کې ویلي‌، په برید کې ټول وژل شوي کسان وسلوال طالبان وو او دا یې هم ویلي،‌ چې د دفاع وزارت لخوا یوه ډله ګمارل شوې چې د ملکي تلفاتو د ادعاو په اړه پلټنې وکړي.

د تخار ولایتي شورا وايي چې په دغه هوايي برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

د دغې شورا منشي اعظم افضلي د پنجشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل: "پرون چهارشنبه هوايي ځواکونو په بهارک ولسوالۍ کې د هزاره قرلق په نوم د یو کلي مدرسه چې ماشومانو په کې درس لوسته، د یو غلط راپور په اساس تر هوايي برید لاندې ونیو".

همدارنګه د یو بل خبر له مخې، په افغانستان کې د ناټو ماموریت د زیارت یا پنجشنبی په ورځ دا منلې ده چې په جنوبي کندهار ولایت کې د سړک د غاړې د یو بم په چاودنه کې دوه رومانیايي سرتیري‌ ژوبل شوي دي.

دوی وايي، د ناټو دغه پوځیان د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ګزمې په حال کې وه چې پرې د سړک د غاړې ماین وچاودېده.

طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل بریدونه په داسې حال کې زیات کړي دي، چې په قطر کې یې د یوې میاشتې راهیسې له افغان حکومت سره نېغ په نېغه مذاکرات پیل کړي دي.‌

امریکا ددغو خبرو منځګړیتوب کړی چې غواړي په افغانستان کې خپل ۱۹ کلن پوځي حضور چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي پای ته ورسوي.

د طالبانو دغه مذاکرات د ټرمپ د ادارې د هغه تړون په ترڅ کې پیل شوي چې په فیبرورۍ کې یې له وسلوالو طالبانو سره وکړ.‌

XS
SM
MD
LG