لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پمپیو له ازربایجان او ارمینیا څخه وغوښتل چې د ناګورنو کرباغ لانجه پای ته ورسوي


واشنګټن – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ارمینیا او ازربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو څخه وغوښتل چې تاوتریخوالی دی پای ته ورسوي او ملکي وګړي دې وغوري.

د غرونو ترمنځ پرته د ناګورنو کرباغ په سیمه کې د نېږدې یوې میاشتې راهیسې سخته جګړه روانه ده.

د بهرنیو چارو وزارت وروسته له هاغې چې پمپیو د ازربایجان د بهرنیو چارو له وزیر جېهون بېراموف او د ارمېنیا د بهرنیو چارو له وزیر سهراب متسکنین سره په جلا توګه د جمعې به ورځ په واشنګټن کې وکتل یوه اعلامیه خپره کړه.‌

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مورګن اورټېګس وویل، د بهرنیو چارو وزارت ددې خبرې په ارزښت هم ټینګار وکړ چې دواړه غاړې دې مذاکرات پیل کړي.

د ارمینیا د بهرنیو چارو وزیر له سپینې ماڼۍ څخه د وتلو پر وخت امریکا غږ ته وویل، خبرې "ډېرې ښې وې" او کله چې ورڅخه د اوربند د وخت په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل،‌ مونږ به په دې اړه کار ته دوام ورکړو.

په ورته وخت کې تر شلو زیات ارمینیایانو د بهرنیو چارو د وزارت مخې ته د جمعې په ورځ احتجاج وکړ.

په واشنګټن کې دغه لیدنه وروسته له هاغې ترتیب شوه چې د اوربند د راوستلو لپاره د روسیې د منځګړیتوب دوه پلا هڅې ناکامه شوې.

پمپیو هم د نړیوالو له مشرانو سره په دې کې یو ځای شو چې په دغه لانجمنه سیمه کې دې جګړه پای ته ورسېږي. خو د ارمینیا لومړي وزیر نېکول پشینین د شورو یا چهارشنبې په ورځ ویلي وو دی د جګړې په دې پړاو کې د ډپلوماټیک حل هېڅ ډول امکان نه ویني.

اخوا د ازربایجان ولسمشر الهام الیوف ویلي، د ارمینیا ځواکونه باید له ناګورنو کراباغ سیمې څخه ووځي تر څو جګړه ختمه شي.

د روسیې ولسمشر ویلادمیز پوتین ویلي، چې د جګړې له پیل راهیسې کابو ۵۰۰۰ کسان وژل شوي وي.

دغه راز ترکیې د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، چې دوی به له دې څخه دریغ و نه کړي چې له ازربایجان سره د مرستې لپاره سرتیري او پوځي مرسته واستوي که ترې وغوښتل شي.‌

په واشنګټن کې د لیدنې له پیل څخه لږ مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان ویلي دي‌ د شخړې د حل لپاره له روسیې سره د مرستې هیله لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG