لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په اروپا کې د کورونا له زیاتېدو سره بندیزونه هم زیات شوي‌ دي


واشنګټن – په داسې حال کې چې اروپا هڅه کوي د کورونا د دوهمې څپې مخه ونیسي، د اوسېدونکو په ورځني ژوند باندې یې بندیزونه هم په زیاتېدو دي.‌

د جرمني، هسپانیې، فرانسې، ایټالیا، بریتانیا او سلواکیا په ځینو برخو کې ګرځبندیز لګېدلی او په ګڼو ګوڼو کې د خلکو په راټولېدو باندې محدودیتونه لګېدلي.

هېوادونه د کورونا د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ګڼو لارو چارو کار پیل کړی خو د پخوا په څېر د لاک ډون پلوي نه کوي ځکه ترې ستر اقتصادي زیانونه خلکو ته اوښتي دي.

د دوهمې څپې لپاره ځینو مشرانو د خبرداري زنګ وهلی.

د فرانسې یوه چارواکي ویلي، دا ځل وایرس د لومړۍ څپې په پرتله په چټکۍ سره خپرېږي.

د فرانسې د حکومت یو سلاکار ارنوډ فانټېنېټ چې د ساینسي شورا مشري هم کوي ویلي، "دغه وایرس له هاغې ډېر په چټکۍ سره خپرېږي کوم چې په پسرلي کې وو."

د برتانیې په وېلز ښار کې لومړي وزیر مارک ډرېک فورډ په روانه اونۍ کې د دوو اونیو سخت لاک ډاون اعلان وکړ په کوم چې ټول غیر ضروري کاروبارونه، لکه دوکانونه، رسټورانټونه او بارونه باید د جمعې له ناوخته څخه د نومبر تر نهې نیټې پورې بند کړای شي.

په ځینو نورو هېوادونو کې بیا دومره جدي ګامونه نه دي اخېستل شوي.

په بیلجیم کې چې د کورنا له امله سخت ځپل شوی په ټولنیزو اړیکو باندې محدودیت لګېدلی او د ورزشي یا سپورتي لوبو له نندارې څخه خلک منعه شوي دي.

پولېنډ ویلي، دوی به رسټورانټونه او بارونه بندوي د خلکو راټولېدل به پنځو پورې محدودوي.

په هسپانیه کې ځینې له مرکزي حکومت څخه غواړي چې د شپې لخوا دې ګرځبندیز ولګوي.

په اروپا کې د کورونا د پېښو د زیاتوالي سره سره په روغتونونو کې د بستر شویو ناروغانو شمېر اوس هم د مارچ او اپرېل له شمېر څخه کم دی خو هره اونۍ پکې زیاتوالی راځي.

په امریکا کې نیویارک ټایمز خبر ورکړی چې شاخوا ۴۱۰۰۰ کسان دا مهال په روغتونو کې دي او د تېرې میاشتې په پرتله دا ۴۱۰ فیصده زیاتوالی ښيي.

بل پلو په نړۍ کې څېړونکي د کورونا لپاره د یو خوندي او اغېزناک واکسین د جوړېدو په لاره کې سیالي کوي.

کورونا تر اوسه پورې په نړۍ کې تر ۱.۱ میلیون زیات کسان مړه او تر ۴۲.۳ میلیونو زیات یې اخته کېږي دي.‌

اوس په نړۍ کې د هغه هېوادونو شمېر اوو ته ورسېد په کومو کې چې په کورونا د اخته کسانو شمېر له یو میلیون څخه اوختی دی.

XS
SM
MD
LG