لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ترکیې ته د S-400 ډول توغندیو د ازمویلو له امله د سختو پایلو خبرداری ورکړی


واشنګټن – د امریکا او ترکیې ترمنځ فشارونه وروسته له هاغې زیات شوي چې د انقرې لخوا د روسي د S-400 ډول هوايي دفاعي سیستم د اخېستلو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ لفظي شخړه وشوه.

په وروستۍ لفظي شخړه کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ هغه راپورونه تایید کړل چې ترکیې د امریکا له اندېښنو سره سره د روسي ساخت هوايي دفاعي سیستم ازموینې پیل کړي دي.

اردوان خبریالانو ته وویل، "ازموینې شوي او ترسره کېږي." اردوان زیاته کړه،‌ "د امریکا دریځ په حقیقت کې مونږ ته نه اندېښمن کوي."

اردوان دا هم وویل، "که مونږ دغه وړتیاوې چې زمونږ په واک کې دي و نه ازمایو نو مونږ به څه کوو؟"

د امریکا د دفاع وزارت څو ساعته وروسته د جمعې په ورځ په ځواب کې په سختو ټکو ویلي، "د امریکا د دفاع وزارت د ترکیې لخوا د اکټوبر د ۱۶ نېټې ازموینه په کلکه غندي."

د پنټګان ویاند جانتن رت هفمن ویلی، "د اموینو خبرداری "زمونږ امنیتي شراکت ته جدي ګواښونه جوړوي."

هفمن زیاته کړه، "زمونږ دریځ ښکاره او نه بدلېدونکی دی." هغه وړاندې وویل،‌

"هر S-400 فعال سیستم د امریکا او ناټو سره د ترکیې له ژمنو سره اړخ نه لګوي."

د ترکیې لخوا د روسي ساخت هوايي دفاعي سیستم د ازموینو راپورونه تېره اونۍ خپاره شول چې د پنټګان، د بهرنیو چارو وزارت او ځینو وکیلانو لخوا په کلکه وغوندل شول.

پنټګان هغه مهال خبرداری ورکړ چې دغه سیستم باید فعال نشي.

ترکیې په ۲۰۱۷ کال کې له روسیې سره د S-400 دفاعي سیستم د رانیولو تړون لاسلیک کړی وو چې بیا لومړی جوپه یې د تېر کال په جولای کې ترکیې ته ورسېده.

تر هغې وروسته امریکا ترکیه په خپلو F-35 ډوله جنګي جېټ الوتکو له پروګرام څخه وویستله او یو وخت یې په انقره باندې چې د ناټو غړیتوب هم لري په سختو بندیزونو باندې غور هم وکړ.

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې د ترکیې لخوا د روسیي د پرمختللي رادار سیستم له کارولو سره ښايي د ناټو پوځي سیستمونه تر اغیزې لاندې راشي او ښايي ددې لپاره وکارول شي چې په ترکیه پرې د F-35 په ګډون د ناټو جټ الوتکې په نښه شي.

ترکیې مخکې دغه ډول اندېښنې رد کړي دي او اردوان د جمعې په ورځ وویل، امریکايي ښايي زیات څه و نه لري چې د هغاه پروګرام پرې بدل کړي.

اردوان خبریالانو ته وویل، "داسې ښکاري چې په امریکا کې ښاغلي په ځآنګړې توګه له دې امله اندېښنه لري چې دا وسله روسیې پورې تړاو لري." او زیاته یې کړه چې "مونږ ژمن یو چې مونږ به تل په خپله لاره دوام ورکوو."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG