لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني:دسړک دغاړې ماین چاودنه کې دښځو اؤ ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل شوي


چارواکي دافغانستان غزني ولایت کې دسړک دغاړې دمائن په یوه چاودنه کې دڅلورو میرمنو په ګډون نهه کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دغزني دپولیسو ویاند احمد خان سیرت د شنبې په ورځ رسنیو ته ویلي دغه چاودنه سهار مهال دغزني روضه سیمه کې دملګي وګړو په یو موټر شوې ده.

هغه ویلي کله چې په موټر چاودنه وشوه نو پولیس دپېښې ځائ ته دمرستې دپاره روان وؤ چې په ټانک یې یوه بله چاودنه وشوه اؤ دوه عسکر پکې ژوبل شول .

خو دغزني د روغتون مشر ډاکټر باز محمد بیا وایي چې وژل شوؤ کې یو عسکر هم شامل دی.

ډاکټر باز محمد خبریالانو ته ویلي روغتون ته د نهو کسانو مړي ور وړل شوي چې څلور پکې میرمنې هم شامل دي.

ددې پېښې پړه تر اوسه چا پغاړه نه ده اخستې خو دغزني دپولیسو ویاند یې پړه په وسله والو طالبانو ور اړولې ده.

په دې وروستیو کې چې په قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ دسولې خپل منځي خبرې پیل شوي افغانستان کې ورسره په امنیتي قواؤبریدونو،بمي اؤ دسړک د غاړې چاودنو کې اضافه هم شوې ده.

اوړمه شپه هم د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې دملي اردو په یو مرکز دطالبانو برید کې ۲۰عسکر وژل شوي وؤ.

دپنجشنبې په ورځ دافغانستان ددفاع وزارت پخپل بیان کې ویلي وؤ طالبانو په یو شوارزو کې تخار،هلمند،ازرګان،کندوز ،بغلان،لغمان ،پکتیا ،پکتیکا،غزني ،لوګر،میدان وردګ، فاریاب ،سرپل اؤ بدخشان ولایتونو کې بریدونه کړي اؤ ګڼ بېګناه خلک یې وژلي دي.

خو طالب ویاند پخپل یو تازه بیان کې ویلي هغوئ دجګړو کچه نه ده لوړه کړې بلکې یوازې دتعرضي بریدونو ځواب ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG