لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"دالقاعده مهم مشر ابو محسن المصري غزني کې دافغان ځواکونو عملیاتو کې وژل شوی"


دافغانستان دملي امنیت دارې ویلي په غزني ولایت کې یې دځانګړو عملیاتو په مهال دهند نیمې وچې دپاره دالقاعده تروریستي شبکې دوهم مشر ابومحسن المصري وژلی دی.

تیره ورځ دملي امنیت ادارې په ټوئټر د ابومحسن المصري درې بیلابیل عکسونه خپاره کړي اؤ ویلي یې دي چې نوموړی دهند وچې لپاره دالقاعده دوهم ستر مشر ؤ.

القاعده شبکې تر اوسه دخپل دغه مهم تن د وژل کیدو په اړه څه نه دي ویلي اؤ نه هم دافغانستان دملي امنیت د ادارې لخوا په دې اړوند نور جذئیات ورکړل شوي دي.

دامریکې دترهګرۍ دمخنیوي دملي مرکز مشر کرس ملر هم غزني کې د ابومحسن المصري د وژل کیدو پخپلی کړی دی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې دهغه وژنه د القاعده دپاره یوه ستره ضربه ده.

دمحسن المصري په اړند مخې ته دراغلو معلوماتو له مخې هغه دمصر وګړی ؤ اؤ په حسمان عبدالروف نوم یې هم پېژندګلو لرله.

امریکې دالقاعده دا مهم مشر د ترهګرو شبکو په مرستې کولو اؤ دامریکایي وګړو په وژنه تورن کړی ؤ.

دابو محسن المصري په عملیاتو کې د وژل کیدو دا اطلاع په داسې حال کې مخې ته راغلې چې سږکال دفرورۍ په میاشت کې دطالبانو اؤ امریکا ترمنځ دسولې شوي تړون کې پرېکړه شوې چې طالبان به ځان دالقاعده اؤ نورو تروریستي ډلو څخه جلا کوي.

په دغه تړون کې دا هم راغلي چې طالبان به چاته به اجازه نه ورکوي چې دافغانستان دخاورې څخه دتروریستي موخو دپار استفاده وکړي.

تیر کال هم په ۲۳م ستمبر دافغانستان دملي امنیت ادارې دهلمند موسی قلعه ولسوالۍ کې د هند نیمې وچې دپاره دالقاعده دمشر عاصم عمر د وژل کیدو خبر ورکړی ؤ.

غزني ولایت چې پکې د ابو محسن المصري د وژلو دعوه شوې،سرچینې وایي ددغه ولایت دناوې ولسوالۍ یوه برخه دپاکستان سره په پوله پرته ده اؤ دغلته القاعده زیات فعالیت لري.

بي بي سي پښتو پخپل رپورټ کې دعوه کړې ده چې دغزني سویل ته پرته ناوه ولسوالي دتیرو شلو کالو راهسې د طالبانو په واک کې ده

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG