لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان کې دتشدد راکمولو دپاره د دوحې خپل منځي خبرو کې پرمختګ اړین دی،شاه محمود قریشي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي افغانستان کې دتشدد د کچې راټیټولو دپاره دافغانانو ترمنځ قطر کې روانو خپل منځي خبرو اترو کې پرمختګ اړین دی اؤ باید افغان خواوې دسولې دپاره برابر شوی دا فرصت دلاسه ورنکړي.

اسلام اباد کې د افغانستان دولسي جرګي د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ دافغان پارلیماني پلاوي سره خبرو کې ښاغلي قریشي ویلي افغانان خپلو کې په ګډه د کار کولو اؤ دیوې اوږدې شخړې دسیاسي هواري ښه فرصت په لاس کې لري اؤ باید دا پړاؤ ټولې خواوې په بشپړ ځېرکتیا،زغم اؤ حوصلې سره سرته ورسوي.

دخارجه وزارت څخه دخپور شوي بیان له مخې دبهرنیو چارو وزیر په دغه لیدنه کې ټینګار وکړو “چې باید په اړي ګړي پیدا کوونکو جوخت نظر وساتل شي ځکه هغوئ نه غواړ چې افغانستان کې سوله اؤ ثبات راشي ، دوئ په اصل کې دپاکستان اؤ افغانستان دپیاوړو اړېکو په ضد دي”

په بیان کې سپیناوی نه دی شوی چې دشاه محمود قریشي اشاره دچا لوري ته ده خو تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو زیاتره خپله څرګندونو کې هند دافغان سولې په روانه پروسه ګډوډولو تورن کړی دی خو هند وایي چې افغانستان کې دسولې اؤ ثبات پلوي دی.

شاه محمود قریشي افغان لوري ته باور ورکړی چې پاکستان به دافغانستان په سولې اؤ ثبات کې خپل مثبت رول ته په راتلونکي کې هم دوام ورکوي .

دپاکستان اؤ افغانستان د ولسونو ترمنځ د تګ راتګ د اسانیو په اړوند خارجه وزیر ویلي پاکستان دافغان وګړو د ویزو دپاره نوې لاره ټاکلې ده چې په دې سره به افغانانو ته اسانۍ په لاس ورشي اؤ دا به د دواړو ولسونو ترمنځ د تماسونو دپیاوړتیا لامل وګرځي.

دافغانستان د ولسي جرګې د رئیس میر رحمان رحماني په مشرۍ دافغان پارلیمان پلاوی د ۲۳م اکتوبر څخه پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی چې دغلته یې پاکستاني چارواکو سره په بیلابیلو معاملو لیدنې کړي دي

XS
SM
MD
LG