لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا او نړۍ کې د کورونا وروستی حال


واشنګټن - په نړۍ کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له ۴۳.۸ میلینه او د مړو شمېر له ۱.۱ میلین څخه زیات شوی. که له یوې خوا په نړۍ کې د کورونا پېښې په زیاتېدو دي، له بلې خوا ددغه وایرس په وړاندې د درملو او واکسین جوړولو په ډګر کې هم سیالي زیاته شوې ده.

د امریکا د حکومت څېړونکي وايي، د کوېډ ۱۹ ازمايښتي درمل په هغو ناروغانو اغیز نه لري چې په روغتون کې د درملنې لپاره بستر شوي او یا یې ناروغي په پرمختللي پړاو کې وي.

په امریکا کې د الرژۍ او ساري ناروغیو ملي انسټیټیوټ د ګل یا دوشنبې په ورځ په یو خپور کړي بیان کې ویلي، چې دوی به نور نوي ناروغان د باملېنو وېزېمب په نامه درمل کلینکی ازمېښت ته و نه ګماري.‌

دغه درمل د امریکايي اېلې لېلې او د کاناډايي ابسېلېرا درمل جوړونکو کمپنیو لخوا د دې لپاره جوړ شوی چې له وایرس سره جګړه وکړای شي.‌

له انټي باډي څخه جوړ دغه درمل یو له هاغو څخه دی چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته هم ددې میاشتې په سر کې کله چې پکې کورونا مثبت شوې وه ورکړل شوی وو.‌

ددغه درمل کلینکي ازمېښت ددې میاشتې په سر کې د خپلواکو څارونکو لخوا د روغتیايي اندېښنو له امله درول شوی وو.

دغه څېړنه چې په اګسټ کې پیل شوې وه په روغتونو کې بستر لسو زرو کسانو باندې په امریکا کې ترسره شوې وه.‌

ایلې لیلې، له مخکې څخه د امریکا د خوړو او درملو ادارې نه غوښتي وو چې د کورونا په خفیفو او متوسطو پېښو کې ددغه درمل ورکولو ته اجازه ورکړي.

په امریکا کې د کورونا پېښې په ډرامټیکه توګه زیاتې شوې دي، چې د جان هاپکنیز د کورونا مرکز د معلوماتو له مخې، یواځې د ګل یا دوشنبې په ورځ پکې د کورونا تر ۶۶۰۰۰ زیاتې پېښې موندل شوې دي.

د کورونا د پېښو دغه نوي زیاتوالي ګڼ ښارونه او ایالتونه بحراني حالت ته رسولي، چې په دغو ښارونو کې د ټاکساس جنوبي ښار الپیسو هم دی چېرې چې د کورونا ناروغان په تېرو درې اونیو کې درې چنده زیات شوي دي.

په دغه سرحدي ښار کې حالات دومره خراب شوي چې چارواکو د شپې له لسو بجو څخه د سهار تر پنځو پورې پکې د دوو اونیو لپاره ګرځبندیز لګولی او له خلکو غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي.

هغه قاضي چې د ګرځبندیز حکم یې کړی وايي، د ښار په روغتونونو کې د جدي مراقبت خونې ټولې په ناروغانو ډکې وې.

په یوتا کې هم د روغتونونو استازو خبرداری ورکړی چې روغتونونه د ډکېدو په حال کې دي او دوی ښايي مجبوره شي چې د ناروغانو عمرونو او روغتیايي حالت ته په کتو ځینې په روغتون او ځینې له روغتون څخه د باندې وساتي.

د استرالیا په مېلبورن ښار کې بیا حالات په ښه کېدو دي او د نهې یا سې شنبې ورځ یې دوهمه پرپلسې ورځ وه چېرې چې د کورونا نوې پېښه و نه موندل شوه.

د ګل یا دوشنبې ورځ یې د جون له نهمې نېټې راهیسې لومړنۍ ورځ وه چې پکې د کورونا نوې پېښه نه وه.

مېلبورن او ویکټوریا هغه دوه ښارونه وه چې د کورونا نوې پېښې پکې د اګسټ راهیسې په زیاتېدو وي او د ورځنیو پېښو شمېر پکې له ۷۰۰ څخه اوختی وو.

د کورونا د نویو پېښو د زیاتوالي له امله امنیتي حالات هم سخت شوي وو او هغه مسافر به یې په هوټلونو کې قر نطین کول کوم به چې له بهر څخه دغه هېواد ته ورتلل.

د ویکټوریا چارواکو د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې د مېلبورن پنځه میلیونه وګړي به کولای شي سر له نهې څخه له خپلو کورونو ووځي او ټولې کفې ګانې، بارونه، دوکانونه او هوټلونه به پرانېستي وي.

په ارجنټاین کې هم د کورونا وایرس محدودیتونه نرم شوي دي او خلکو ته اجازه ورکړل شوې چې خپل کاروبارونه لکه رسټورانټونه، بارونه او جېمونه د تېرو اوو میاشتو راهیسې د لومړي ځل لپاره پرانیزي.

اسوسېټېډ پریس راپور ورکړی چې محدودیتونه په داسې حال کې نرم شوي دي‌ چې د کورونا نوې پېښې په دې وروستیو میاشتو کې په پلازمېنه کې کمې شوې.

په ارجینټاین کې تر ۱.۱ میلیون زیات کسان په کورونا اخته او لږ تر لږه ۲۹۳۰۰ یې مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG