لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ځينې قوتونه د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابول غواړي، قرېشي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي، ځينې قوتونه غواړي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکې خرابې کړي.

قرېشي د (جيونيوز) سره په خبرو کې وويل په کوټه او پېښور کې د تازه ترهګر بريدونو په اړه يې د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست/ قايم مقام وزیر حنيف اتمر سره په ټیليفون خبرې کړي دي.

هغه ويلي اتمر سره يې خبرې شوي چې ترهګر د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره استعمالوي.

د يادو ټيليفوني خبرو په اړه حنيف اتمر په ټويټر ويلي،

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره يې تېر ماښام د افغانستان د سولې د عمل، سيمه ييزه اړيکو او په وروستيو کې د ويزې ورکولو په موضوع رغنده خبرې شوي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير که څه هم په خپلو خبرو کې د قوتونو نومونه نه دي ويلي خو په وروستيو کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي ؤ، په پاکستان کې دا اندېښنه موجوده ده چې هند به افغانستان د پاکستان خلاف استعمال کړي چې په پاکستان کې اړی ګړی جوړ کړي او بې ثباته یې کړي.

قرېشي د بېن الافغاني خبرو په اړه ویلي، دغه بېن الافغاني خبرې د امن دپاره يوه غوره موقع برابروي پکار ده چې د افغانستان مشران ترې ګټه پورته کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم د اتمر او قرېشي ترمنځ د خبرو په اړه بيان کې ويلي په دغو خبرو کې د افغانانو دپاره د ويزو سېوا کولو په امکاناتو خبرې شوي او په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې د خبرو او په دغه اړه د دواړو هېوادونو په اړیکو بحث شوی دی.

ويل شوي دواړو غاړو د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د سيمه ييزه اتفاق په اړه خپلې څرګندونې شريکې کړي دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د روان تشدد يواځينی حل بېن الافغاني خبرې بللي او هغه د افغانستان د سولې د عمل په لړ کې د پاکستان د پوره ملاتړ څرګندونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG