لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا: پاکستان ماسک اچول لازمي کړه


په پاکستان کې د کرونا وبا د مخنيوي او انتظام دپاره د جوړ ملي مرکز [نيشنل کمانډ اېنډ کنټرول سنټر/ اېن سي او سي] په غونډه کې صوبو ته لارښوونه شوې چې په هر ځای کې ماسک اچول لازمي او يقيني کړي.

د سرکاري مطبوعاتو ترمخه نن د شورو/ چارشنبې په ورځ د پلانونو وزیر اسد عمر په مشرۍ د اېن سي او سي په غونډه کې ويل شوي چې په بازارونو، نورو سوداګريزونو مالونو، عامو ګاډو او رېسټورانټونو کې دې ماسکونه اچول لازمي شي او د کرونا څخه د ژغورنې نور احتياطي تدابير دې عملي کړی شي.

په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې په سرکاري او غېر سرکاري دفترونو کې به هم ماسک اچول لازمي وي.

غونډې ته احوال تېر کړی شوی چې د ملک په 11 ښارونو کې د کرونا وایرس پېښې زياتې مخې ته راتلل پېل شوي دي.

په ملک کې د ماسک اچول په داسې حال کې لازمي ګرځول شوي چې په پاکستان کې د صحت چارواکو ويلي چې په ملک کې د کرونا وايرس دويمه چپه روانه ده، او په تېر شوا روز کې په ملک کې 825 نورو کسانو ته دا وايرس لګېدلي دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې 14 کسان د کرونا وايرس څخه مړه شوي چې ورسره په ملک کې د دې وايرس نه د مړو ټوله شمېره 6759 ته رسېدلې ده.

د صحت د ادارې په وېب پاڼه د تازه ورکړی شوؤ شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 611 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

د شمېرو ترمخه په پاکستان کې په درې لکه 30 زره 200 کسانو کې د کرونا وايرس تاييد شوی چې پکې ویل شوي درې لکه 11 زره 814 کسان روغ شوي دي.

د صحت په چارو کې د وزيراعظم ځانګړي مرستيال ډاکټر فېصل سلطان پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ په ملک کې د کرونا وبا د دوېمې چپې ویلي ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG