لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان پوليسو محسن داوړ ته د دهړکې خبرداری ورکړی


د شمالي وزيرستان پولیسو د علاقې نه د قامي اسمبلۍ غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] مخکښ محسن داوړ او ملک نصرالله مداخېل ته خبرداری ورکړی چې د الفرقان نومې ډلې لخوا دوی ته ګواښونه دي.

په 28م اکتوبر د شورو/ چارشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د پولیس مشر [ډي پي او] د دفتر څخه په جاري شوي خبرداري کې محسن داوړ او هغه سره ملک نصر الله ته د ځان ساتنې په اړه لارښوونې شوي چې خپل خيال ساتي او پوليس سره په تماس کې وي.

محسن داوړ وي او ای ډيوه سره په خبرو کې تاييد کړې چې دغه خط يا د خبرداري پاڼه ورته ترلاسه شوې او په ځواب کې ورته وايي، دا لومړی ځل نه دی دوی ته وړاندې هم دغه رنګ ګواښونه شوي او دوی يې ډېره پروا نه لري.

هغه وويل دوی به خپله پرامنه مبارزه دوامداره ساتي او په دغه ډول ګواښونو دوی د خپل هدف نه څوک نه شي په شا کولی.

د داوړ په وېنا د دغه خبرداري مطلب د هغه په نظر، چې دوی د سیاسي هلو ځلو نه لرې وساتي، خو وايي که هر څه ورله وشو ریاست به يې زمه وار وي.

د پوليس دفتر لخوا په جاري شوې د خبردارۍ په پاڼه کې دوی ته ويل شوي چې د خپلې ساتنې دپاره انتظامات وکړي، خپلې هلې ځلې محدودې وساتي، د غېر ضروري پروګرامونو نه ډډه وکړي، دوی ته ويل شوي لارې بدلوئ او بلټ پروف ګاډي کاروئ.

دغه رنګ دوی ته لارښوونه شوې چې په حالاتو نظر ساتي او علاقې ته د تلو په وخت پوليس سره په تماس کې پاتې شي پولیس خبر ساتي، چې علاقې ته د تلو په وخت دوی ته سيکیورټي ورکولی شي.

بل لور ته په شمالي وزيرستان کې چې د تېرې يوې مودې راهسې په امنيتي سرتیرو د بريدونوسره هدفي وژنې روانې دي، تازه بله د هدفي وژنې پېښه شوې او په خېسور کې يو تن چې سفير الله نوميږي نامالومو کسانو په ډزو وژلی دی.

د وژل شوي تن خپلوانو ویلي د چا سره یې دښمني نه وه، تراوسه يې مقدمه نه ده درج شوې او ځايي خلک وايي د هغه مړی د ميرعلي تحصيل ته د احتجاج دپاره وړي چې مقدمه يې درج شي.

پولیس وايي دوی په احتجاج دي ځکه مقدمه نه شي درج کولی او د روزنامچې رپورټ به ولیکي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG