لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد یو ځل بیا د افغان سولې هڅې زیاتې کړي


واشنګټن – د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا خپلې ډپلوماټیکې هلې ځلې پیل کړي چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلو غاړو باندې زور راوړي چې تاوتریخوالی کم او روانې خبرې تېزې کړي تر څو یو تړون ته سره ورسېږي چې په افغانستان کې روانه نېږدې شل کلنه جګړه پای ته ورسېږي.

د زلمي خلیلزاد لخوا یو ځل بیا د سولې په خبرو باندې ټینګار په داسې حال کې کېږي چې د ولسمشر ډانلډ‌ ټرمپ ادارې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۴۵۰۰ ته کم کړی دی.‌

خلیلزاد په روانه اونۍ کې د قطر پلازمېنې دوحې ته ستون شوی چېرې د افغان حکومت او د وسلوالو طالبانو مذاکراتي ډلې د سپټمبر له ۱۲ نېټې راهیسې په مستقیمو خبرو لګیا دي.

دوی تر اوسه پورې په طرز العمل باندې د شته اختلافاتو له امله په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی کړی.‌

د طالبانو ویاند محمد نعیم وردک د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، د دوی سیاسي مشرانو په دوحه کې له خلیلزاد او د هغه له ډلې سره وړم ماښام لیدلي دي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ مېلر هم په کې ګډون کړی وو.

وردګ وویل، دواړو خواوو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون پر ارزښت او پوره عملي کېدو باندې خبرې وکړې.

وردګ زیاته کړه، د ملګروملتونو له تور لست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو د ویستلو پر مسلې هم خبرې وشوې.

امریکايي لوري تر اوسه پورې ددغې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د فیبرورۍ د ۲۹ نېټې تړون کې راغلي دي چې ټول امریکايي او د ناټو ځواکونه باید له افغانستان څخه د ۲۰۲۱ کال تر مې میاشتې پورې ووځي خو ددې په بدل کې به طالبان د افغانستان په خاوره له ترهګرو سره جګړه کوي او له افغان حکومت سره به د اوربند او د سیاسي قدرت د شراکت پرسر خبرې کوي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابړت اوبراین د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د سولې تړون له ۱۹ کلن جنګ وروسته ترلاسه شوی او هیله یې څرګنده کړه چې له دې سره په افغانستان کې دوامداره سوله راشي.

هغه په دې ولسمشر ټرمپ ته امتیاز ورکړ چې د امریکا جګړه یې پای ته ورسوله کومه چې پخوانیو ولسمشرانو پیل کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG