لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دفرانس صدر وایي دسپکاوي دخاکو په اړوند دهغه خبرې په ناسم ډول وړاندې کړل شوي


دفرانس صدر ایمانوئل میکرون سپیناوی کړی چې داسلام دپیغمبر دسپکاوي دخاکو په هکله دهغه څرګندونې په ناسم ډول وړاندې کړل شي اؤ داسې تاثر ترې خور شوی چې ګنې هغه ددغو خاکو دخپریدو پلوي دی.

الحزیره ټي وي سره په مرکه کې ایمانوئل میکرون وویل د سپکاوي دخاکو په اړوند دمسلمانانو په جذباتو هغه پوهه دی خو مسلمانانو ته به ځانونه په دې خبره پوهول وي چې دسپکاوي خاکې خپرول د حکومت پروژه نه ده اؤ نه ورته دولتي ملاتړ ترلاسه دی.

دفرانس صدر ویلي هغه پسې د دروغو خبرې تړل شوي اؤ په دغو دروغو مسلمانانو کې غصه راپیده شوې ده .

نوموړي زیاته کړې چې دسپکاوي دا خاکې شخصي صحافتي ادارو خپرې کړي دي اؤ‌ دا ادارې د دولتي واک لاندې نه دي.

هغه ویلي ځېنې خلک اسلامي تعلیمات په ناسمه توګه وړاندې کوي اؤ ددې په ناسمې تشریح کولو وژنې،ځورؤنې،کرکې اؤ نفرتونه خورول غواړي.

صدر میکرون زیاته کړې ده چې د اسلام په نوم کوم څه خپریږي دا پخپله دمسلمانانو دپاره یو عذاب جوړ شوی دی ځکه چې د ترهګرۍ انجام لیدونکي ۸۰ فیصده خلک مسلمانان دي.

په دې وروستیو کې فرانس کې دچارلي هیبډو په نوم مجلې په دویم ځل په فرانس کې داسلام دپیغمبر په اړوند دسپکاوي ډکې خاکې خپرې کړې وې چې دهغې دفرانس صدر ایمانوئل میکرون ددغو خاکو څخه دفاع کړې وه اؤ داسلام په اړوند یې داصلاحاتو رامنځته کولو خبره هم کړې وه .

دهغه په دغو څرګندونو ټوله نړۍ کې مسلمانانو دفرانس په ضد داحتجاجونو لړۍ پیل کړې اؤ یو شمیر اسلامي هیوادونو د فرانس د جوړو شیانو اخستو څخه پریکون هم اعلان کړی دی.

روانه میاشت دفرانس په یو سکول کې یو ښوونکي د رایې د څرګندولو د ازادۍ دسبق ښودلو په مهال دفرانسوي مجلې چارلي هیبډو په ۲۰۰۶م کال کې خپرې کړې دسپکاوي خاکې په دویم وار ښودلې وې.

ددغو خاکو ښودل کیدو نه څو ورځې وروسته یو تن داسکول دغه استاد وژلی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG