لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یو نیم کروړ "د اله دین څراغ" خو دېو ترې رابهر نه شو


دهند په اتر پردیش ایالت کې پولیس وایي چې هغه دوه ټګان یې نیولي چې یو ډاکټر یې تیرویستلی اؤ د اله دین دڅراغ په نوم څراغ یې پرې په ۹۳ زرو ډالرو (قابو یو نیم کروړ پاکستاني روپیو) پلورلی دی

دهندي رسنیو له مخې دا پېښه د اتر پردیش په میرتهـ ښار کې مخې ته راغلې اؤ دغلته د ډاکټر لئیق خان په نوم یو ځايي تن پولیسو ته ویلي چې ټګانو ترې د اله دین د څراغ په بدل کې ۹۳ زره ډالر وهلي دي.

نوموړي ډاکټر پولیسو ته ویلي چې دغو ټګانو هغه ته د څراغ په سولولو دهغې نه “دېو” هم راویستی ؤ اؤ هغه څراغ پلورونکو ټګانو ته ویلي وؤ چې دپیسو ورکولو وړاندې به دېو له ګوتې ور وړي اؤ دغه څراغ به کور ته وړي خو ټګانو ورته ویلي وؤ چې په داسې کولو به زیان ور ورسیږي.

ډاکټر لئیق خان ویلي کله چې دغو ټګانو د څراغ څخه دیو رابهر کړو نو هغه ټګانو ته وویل چې باید دا څراغ په ده وپلوري خو وایي ټګانو ورته په وړومبي سر کې انکار کړو اؤ بیا یې دده په ډیر منت د څراغ خرڅون ته غاړه کېښوده.

هغه وایي په وړومبي سر کې هغه ته دڅراغ بیه درې کروړه روپۍ ویل شوې وه خو هغه په منت اؤ زارۍ دغه بیه په ټګانو یو نیم کروړ روپو ته راکوزه کړه.

نوموړي پولیسو ته ویلي چې کله دغو ټګانو د څراغ نه دېو را بهر کړو نو ده ته یې وویل چې دا دیو به ستا غلام وي اؤ پیسې،خوشحالي،روغتیا اؤ ټولې مزې چړچې به دې په برخه وي.

خو هغه وایي چې کله یې څراغ کور ته یوړو اؤ وئ سولؤلو نه دیو ترې را ونه وتلو.

د خبري شبکې ای ایف پي له مخې یو پولیس مامور امیت رایي ویلي د ډاکټر لئیق خان په وینا یې رپورټ درج کړی اؤ اؤ دوه تنه یې نیولي دي خو یوه میرمنه چې هم په دې ټګۍ کې لاس لري تښتېدلې ده اؤ پولیس یې دنیولو هڅې پیل کړي دي.

پولیسو ویلي دې ټګانو له دې دې وړاندې هم ګڼ شمیر خلک تیرویستلي اؤ په میلیونونو روپۍ یې ترې وهلي دي.

د اله دین څراغ د لرغونې زمانې په یوه کیسه کې یاد شوی اؤ په دغه کیسه په هند اؤ پاکستان کې فلمونه اؤ‌ ډرامې هم جوړې شوي دي چې پکې ښودل کیږي د څراغ په سؤلولو سره د څراغ نه دېو را اوځي اؤ دڅراغ دڅښتن غلامي اؤ دامر تعمیل کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG