لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل پوهنتون کې د ډزو غږونه اوریدل شوي


دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین پخلی کړی چې کابل پوهنتون کې د ډزو غږونه اوریدل شوي خو وایي لا په سمدستي توګه د ډزو جذئیات نه دي معلوم شوي.

هغه بیلابیلو رسنیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونه سیمه کې پرځائ دي اؤ د وضعیت ارزؤنه کوي.

دکابل پوهنتون یو استاد هم ویلي چې ډزې د پوهنتون د جنوبي دروازې څخه اوریدل شوي شوي اؤ له هغې وروسته امنیتي چارواکو دپوهنتون استاذانو اؤ محصلینو ته امر کړی چې باید دپوهنتون څخه ځانونه وباسي.

ځېنې سرچینې دا هم وایي چې دپوهنتون دننه دچاودنې اؤ ډزو نه وروسته نښته هم پیل شوې ده خو په دغه اړوند نور معلومات نه دي روښانه شوي.

دا ډزو دا غږونه په داسې حال کې اوریدل شوي چې دکابل پوهنتون دکتابونو یوه ننداره هم روانه وه.

تر اوسه نه ده واضحه شوې چې دا یو ترهګریز برید دی که د پوهنتون د زده کوونکو ترمنځ نښته شوې ده خو طالبانو په سمدستي توګه دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي

(نور جذئیات به زر مخې ته راوړو)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG