لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کابل پوهنتون وسله وال برید، دچاودنې وروسته سخته جګړه روانه ده


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي تروریستان ساعت مخکې د کابل دولتي پوهنتون په نښه کړی او تروریستان بوهنتون ته دننه شوي دي.

کابل پوهنتون کې د چاودنې وروسته وسلوالو د امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړي ده

د پلازمېنه کابل په دولتي پوهنتون کې د چاودنې او ډزو وروسته وسله وال پوهنتون ته دننه شوي او د امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړي ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي تروریستان ساعت مخکې د کابل دولتي پوهنتون په نښه کړی او تروریستان بوهنتون ته دننه شوي دي.

هغه ویلي ساحه د ځانګړو امنیتي ځواکونه تر نظر لاندې ده او په ټول توان سره هڅه روانه ده چې پیښه کابو کړي

" په ډیر تاسف سره د افغانستان او د پوهې دښمنانو ساعت مخکې د کابل پونتون ته دننه شول دامنیتي او ځانګړو ځواکونه لخوا په ساحه کې د بربد د مهارولو لپاره هڅه روانه ده او د دې لپاره چې محصلینو او دننه کسانو ته نقصان ونه رسیږي په عملیاتو کې د احتیاط نه کار اخیستل کیږي"

عیني شاهدان وایي چې لا هم ډزې روانې دي او امنیتي ځواکونه د پېښې له ځائ محصلان باسي.

د کابل پوهنتون مرستیال فیصل امین رسنیو ته ویلي دي چې د پوهنتون له شمالي دروازې د حقوقي ستاج پر ودانۍ برید شوی دی .

نوموړي ویلي وضعیت ګډوډ دی او د لوړو زدکړو وزارت له دروازې محصلان باسي

به یاد پوهنتون کې شا خوا اته زره محصلان زده کړې کوي.

دا پېښه په داسې مهال رامخته شوې ده چې کابل پوهنتون کې د افغان او ایراني خپرونکو د کتاب نندارتون هم روان دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټویټر لیکلي ‏

په کابل کې د کابل پوهنتون په مربوطاتو کې چاودنه او برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري.

کومې بلې ډلې هم لا د برید مسوولیت نه دی منلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG