لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د صحت د نړيوالې ادارې مشر ځان په خپله قرنطين کړی


د صحت د نړيوالې ادارې مشر ټېډرس اېډانوم ګېبريسس په خپله ویلي هغه د يو تن سره ليدلي چې د کرونا وايرس پکې مالوم مثبت مالوم شوي د هغې له امله هغه ځان په خپله قرنطين کړی دی.

نوموړي ويلي په هغه کې د کرونا کومې نمونې نه دي مالومې شوي.

ګېبرېسس په ټویټر د ځان قرنطين کولو خبره کړې ده.

هغه ويلي، "د داسې تن سره یې رابطه شوې چې د کرونا معاينه/ ټېسټ يې مثبت مالوم شوی دی. زه ښه يم کومه نخښه راپکې نه ده مالومه شوې خو د صحت د نړيوالې ادارې د لارښوونې ترمخه ځان په خپله د څو ورځو دپاره په خپله قرنطين کوم او د کوره به کار کوم".

نوموړي په دې خبره زور راوړی چې دا خبره ډېره مهمه ده چې مونږ ټول د صحت د نړيوالې ادارې په لار ښوونو عمل وکړو، د هغه په وېنا که چرته مونږ ټول غواړو چې د کرونا وايرس ختم کړو.

هغه زیاته کړې که غواړو چې د کرونا د خورېدو مخه ونيسو دغه يې يواځينۍ لاره ده چې د صحت د نړيوالې ادارې په لارښوونو عمل وکړو.

د صحت د نړيوالې ادارې مشر دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په ځانګړي ډول يورپ کې د کرونا وبا دوېمه چپه روانه ده او پېښې مخ په سېوا کېدو دي.

د امریکې د جان هوپکن پوهنتون د شمېرو ترمخه کرونا وايرس په نړۍ کې څلور کروړه 65لکه 74زره 910 کسان د کرونا ښکار شوي او دې وایرس 12 لکه 1138 کسان يې مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG