لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې په کابل پوهنتون د داعش بريد غندلی دی


امریکې ویلي په کابل پوهنتون د برید غندنه کوي او په زده کوونکو او استازانو د زده کړو په ځايونو کې بريدونه کول د غندنې وړ دي.

د افغان چارواکو په وېنا د ګل/ دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون ترسره شوي برید کې لږ تر لږه 22 تنه وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي چې زياتره يې زده کوونکي دي.

د ای پي خبري ادارې ترمخه داعش خراسان د دغه بريد زمه واري منلې ده.

د امریکې د سویلي او منځنۍ اسیا دپاره څانګې ويلي، "افغانستان راتلونکی به هغه څوک ونه ټاکي څوک چې تشدد او ترهګري کوي، مونږ د پېښې ښکار د خپلوانو او کورنيو سره غمزازي کوو".

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد په کابل پوهنتون د داعش بريد ته وحشتاناکه ويلي او غندنه يې کړې ده.

خليلزاد ويلي ترهګري کوونکي نه يواځې د تعلي پرضد دي بلکې د ناپوهۍ پلويان دي، دوی غواړي چې بې ثباتي، ترهګري او غريبي جوړه کړي او دوی د سولې ویره لري او جګړې غواړي.

نوموړی ویلي دا وحشتناکه بريد د افغان حکومت او طالبانو دپاره موقع نه ده چې د يو بل پرضد یې د بیانونو دپاره وکاروي دا ګډ دښمن دی.

هغه غږ کړی داعش يا بله کومه ترهګره ډله دې د دغه ډول ناوړه انساني کارونو په سر رد کړئ. د سولې دپاره يو شئ، اوربند ته لاره وګورئ او سياسي جوړ جاړی ګرندی کړئ. دا ګامونه دغه بربریت ته سم غبرګون دی.

د افغانستان حکومت د کابل پوهنتون په بريد نن د ملي ماتم اعلان کړی دی.

پاکستان هم په کابل پوهنتون بريد په سختو ټکو کې غندلی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG