د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کابل پوهنتون بريد په کلکه غندلی او ویلي یې دي د افغانستان د دښمن نه به په څو چنده زيات بدل واخلي.
نوموړي ويلي، په کابل پوهنتون بريد غندلی او ويلي يې دي د علم او پرمختګ دښمنانو په پوهنتون بريد کړی او دا د دوی د جرمونو او وحشتونو دوام دی.
اشرف غني وويل، "د افغانستان وحشي دښمن ته وايم چې بې غچه/ بې بدله نه پاتې کېږې، زمونږ د دغو معصومو شهیدانو او اولادونو د سپېځلو وينو غچ به په څو چنده درنه واخستی شي، زمونږ مېړني ځواکونه مو هر ځای لټوی او د مينځه مو وړي".
د افغان چارواکو په وېنا د ګل/ دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون ترسره شوي برید کې لږ تر لږه 22 تنه وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي چې زياتره يې زده کوونکي دي.
د ای پي خبري ادارې ترمخه داعش خراسان د دغه بريد زمه واري منلې ده.
د افغانستان حکومت د کابل پوهنتون په بريد نن د ملي ماتم اعلان کړی دی.
اشرف غني وايي، "د طالبانو په ګډون نورو ټولو ترهګرو ډلو ته په وضاحت وايو چې د دغه دول وحشتونو او بريدونو په کولو د دې عظيم ولس لوړې ارادې نه شئ کمزورې کولی".
د امریکا، پاکستان او هند په ګډون افغان مشرانو د کابل پرونی برید په سخته غندلی دی.