لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کرونا وایرس:دپنجاب ګڼو سیمو کې لاک ډاون،خو د رائیونډ تبلیغي اجتماع کې ۵۴زره کسانو ته دګډون اجازه


دپاکستان دپنجاب ایالت حکومت صوبه کې‌ په چټکتیا سره د کرونا وایرس خوریدو له امله دصوبې په ۸۳۰سیمو کې لاک ډاؤن پځائ کړی خو د رائیونډ په کلیزه تبلیغي اجتماع کې یې د۵۴ؤ زرو نه زیاتو تبلیغیانو ته دګډون اجازه ورکړې ده.

ټاکل شوې ده د رائیونډ دوه ورځنۍ تبلیغي اجتماع په شپږم اکتوبر پیل کیږي چې منظوري یې دپنجاب حکومت ورکړې ده خو سږکال به دبهرنیو هیوادونو څخه هیڅوک دې اجتماع کې برخه نه شي اخستی.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې د رائیونډ اجتماع کې به شپږ زره تبلیغیان دلاهور،۹۶۰۰ دپېښور،شپږ،شپږ زره دبلوچستان اؤ ملتان،۴۸۰۰ر دفیصل اباد،۹۶۰۰ دکراچۍ ،شپږ زره د سوات اؤ شپږ زره د ډیره غازي خان څخه ګډون کوي.

په کومو ښارونو کې چې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه تر پینځوؤ فیصدو لوړه ده دهاغو سیمو نه هیچاته اجتماع کې دګډون اجازه نه ورکول کیږي.

د رپورټ له مخې ماشومان اؤ هغه خلک چې په کرونا وایرس د اخته کیدو اندېښنه یې زیاته وي، هغوئ ته به هم اجتماع کې د ګډون اجازه نه ورکړل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې دپنجاب حکومت صوبه کې په چټکتیا سره د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي دپاره په ۸۳۰سیمو کې په ټیټه کچه لاک ډاؤن پځائ کړی اؤ دخلکو نه غوښتنې کوي چې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته له ورتګ ډډه وکړي.

دپاکستان دننه په دې وروستیو کې د کرونا وایرس د رامخته شوؤ پېښو کچه یو ځل بیا په چټکتیا سره لوړیږي

د روغتیایي چارو دپاره د وزیراعظم عمران خان ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان ویلي که د کرونا په بېړه د خوریدو په درشل کې که په وخت سمې پرېکړې ونه کړل شوې نو وضعیت په یو خطرناک برید ودریدلی شي.

هغه په یو بیان کې ویلي اوس وخت راغلی باید باید کرونا نه د ځان ژغورنې په سپارښتنو کوټلی عمل وکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د نهې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ په کرونا وایرس د څار دمرکز یوه غونډه هم رابلل شوې ده چې پکې به د کرونا دمخنیوي په اړوند د اضافي ګامونو په اخستو غور کولی شي.

پاکستان کې تر اوسه د درېوؤ لکو اؤ ۳۵ نه زیات کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ ۶۸۰۰زره کسان په دې وایرس مړه شوي هم د

XS
SM
MD
LG