لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:دا ځل به دکرونا وایرس له امله هیواد کې روزګار اؤ کارخانې نه تړو


دپاکستان وزیراعظم عمران خان په ډاګه کړې که دا ځل هیواد کې کرونا وایرس زیات هم خور شي خو حکومت به کارخانې اؤ کاروبارونه نه بندوي ځکه چې هیواد سر دوباره د لاک ډاؤن توان نه لري.

دنهې په ورځ اسلام اباد کې دخپلې معاشي ډلې سره یوځائ عمران خان د وړو صنعتونو دپاره داسانیو ورکولو اعلان کړی اؤ ویلي یې دي چې وړو صنعتونو ته به بجلي په نیمه بیه ورکول کیږي.

وزیراعظم ویلي نړۍ کې دکرونا وایرس دویمه څپه په چټکتیا سره خوریږي اؤ په پاکستان کې هم دکرونا د ناروغانو شمیره په زیاتیدو ده خو که داځل د کرونا پېښې سیوا هم شي نو حکومت به کارخانې اؤ کاروبارونه نه تړي بلکې د سپارښتنو په اساس به روزګار اؤ کارخانو ته دوام ورکوي.

په عین حال کې د وزیراعظم عمران خان مشرۍ دمکرزي کابېنې شوې غونډه کې وزیراعظم ته د کرونا وایرس په وضعیت احوال ورکړل شوی اؤ ورته ویل شوي دي چې د کرونا د ناروغانو شمیره په سیوا کیدو ده.

دپاکستاني رسنیو له مخې وزیراعظم دکابېنې غونډه کې لارښوونه کړې چې هیواد سر دوباره د لاک ډاؤن توان نه لري ځکه نو صوبې دې زیات کار د سپارښتنو عملي کیدو ته ووایي اؤ هغه ځایونو کې دې دلاک ډاؤن تګلاره خپله کړي چرته چې یې اړتیا وي.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیایي چارو دپاره د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان خبرداری ورکړی چې که چرته د کرونا وایرس په اړوند په دې مهم پړاؤ کې مونږ به وخت سمې پرېکړې ونه کړې نو وضعیت به په یو خطرناک برید ودریږي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې یو ځل بیا کرونا وایرس په چټکتیا سره سر راپورته کړی اؤ دهیواد بیلابیلو سیمو کې زرګونه کسان په دې ناروغۍ اخته شوي اؤ په شلګونو نور مړه شوي دي.

پاکستان کې تر دې مهاله ټول ټال درې لکه اؤ ۳۵ کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ ۶۸۰۰مړه شوي دي خو درې لکه ،۱۴زره اؤ ۵۵۵ ناروغان بېرته هم له دې ناروغۍ جوړ شوي دي.

سږکال چې کله پاکستان کې کرونا وایرس په چټکتیا سره خور شو اؤ په لکونو خلک په دې وایرس اخته شول نو وزیراعظم عمران خان په پیل کې دلاک ډاؤن سره مخالفت ښودلی ؤ خو وروسته یې بیا هیواد کې لاک ډاؤن ته غاړه اېښې وه.

حکومت مخالفه ګوندونو هغه مهال‌ په وزیراعظم سختې نیوکې کړې وې چې دحالاتو په خرابیدو یې ځان ناجاڼه کړی خو وزیراعظم دریځ لرلو چې د روزګارونو تړل د کرونا وایرس نه دځان خلاصون لاره نه ده بلکې پکار ده چې خلک په سپارښتنو عمل وکړي

ځانګړې ویډیوګانې

څېړونکي: د پي ټي اېم یوه غوښتنه هم داسې نه ده چې پوره نه کړی شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:45 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG