لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صالح: پر کابل پوهنتون برید طالبانو کړی


واشنګتن - د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې په کابل پوهنتون باندې ترسره شوی برید وسلوالو طالبانو کړی او دوی د خپلې ادعا د ثبوت لپاره زیات اسناد لري.

د طلوع نیوز د خبر له مخې، ښاغلي صالح له امنیتي چارواکو سره په سهارنۍ غونډه کې ویلي، هغه وسلې چې د برید کونکو لخوا کارول شوي دی له هغو سره چې داعش یې د برید په اړه خپله اعلامیه کې یادونه کړې توپیر لري. په دغه اعلامیه کې داعش ډلې د برید پړه پر غاړه اخېستې وه.

امرالله صالح وړاندې ویلي،‌ چې د برید په ځای کې د طالبانو بیرغ هم له برید کونکو سره موندل شوی او په دیوالونو باندې یې خپلو وروستیو لیکل شویو ټکو کې لیکلي چې طالبان دې ژوندي وي.

امرالله صالح دا هم وویل،‌ برید کونکو کټ مټ داسې عملیات وکړل لکه څنګه چې یې د فاتح ځواک په نامه عملیات په خوست کې هم کړي وو او له همدې امله د داعش لخوا بیان هېڅکله هم طالبان ددې برید له مسولیته نشي خلاصولی.

خو د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد د صالح ادعاوې رد کړي دي.

د کابل په پوهنتون باندې د ګل یا دوشنبې د ورځې په برید کې د امرالله صالح په وینا ۱۹ کسان وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي دي خو د دوو روغتیايی حالت یې نازک ښودل شوی.

افغان حکومت پر کابل پوهنتون تر پروني برید وروسته په ویر کې د نهې یا سې شنبې په ورځ په ټول هیواد کې ملي ماتم اعلان کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یاد برید غندلی او له تر سره کوونکو څخه یې د غچ اخیستلو ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG