لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې د صدارتي څوکۍ دپاره د ټرمپ او بايډن ترمنځ سخته مقابله روانه ده


Jo-and-Trump

د امریکې د راتلونکو څلورو کلونو دپاره د صدر جوړېدو دپاره د موجوده صدر ډانلډ ټرمپ او پخواني مرستیال صدر جوبايډن ترمخه سخته مقابله روانه ده او د مهمو يا بېټل ګراونډ رياستونو نتيجې را روانې دي.

په صدارتي انتخابو کې امریکايي مطبوعات بېټل ګروانډ هغو ریاستونو ته وايي چې په دواړو کې د هر امیدوار د کامیابۍ پکې یو شان امکانات وي. دغه ډول ریاستونو ته سونګ سټېس ریاستونه هم وېل کېږی یعنې داسې ریاستونه چې هر ګوند پکې اکثریت ترلاسه کولی شي.

د وي او ای ترمخه تراوسه پورې په مخې ته راغلو نتيجو کې ټرمپ او بايډن هغه رياستونه ګټلي په کومو کې چې دوی د ګټې تمه لرله.

د امريکايي انتخاباتو په اړه د وي او ای د نقشې ترمخه تر اوسه پورې په ابتدايي غېر حتمي نتېجو کې د ډېموکرېټک پارټۍ د صدارت امیداوار جو بایډن 210 استازي ترلاسه کړي دي او د هغه مخالف د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار او موجوده صدر ډانلډ ټرمپ 137 استازي ګتلي دي.

صدارتي امیدوار په 538 الېکټرل ووټونو کې د حتمي کامیابۍ دپاره 270 استازو ګټلو ته اړتیا لري.

تراوسه پورې د مخې ته راغلو او پاتې نتيجو ته په کتو د امریکې د اوهايو پوهنتون د پوليټيکل سائنس پروفېسر لاټرايس واشنګټن ويلي، دا مقابله به تر اخره پورې روانه وي.

XS
SM
MD
LG