لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ په ټاکنو کې له ثبوت پرته د درغلیو ادعا کړې ده


واشنګټن - د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له کوم ثبوت پرته وویل، چې له ده سره په دوهمه دوره کې چل شوی دی.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، "که تاسو قانوني‌ ووټونه وشمېرئ، زه یې په اسانۍ سره ګټم."

هغه وړاندې وویل، "که تاسو غیر قانوني رایې شمېرئ، دوی کولای شي له مونږ څخه ټاکنې غلا کړي."

ټرمپ د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو په خونه ۱۶ دقیقې تېرې کړې وویل، په سوېنګ سټېټونو کې دده مخکې والی د رایو د شمېرلو پر وخت "په پټه کم شوی"

پخوانی مرستیال ولسمشر جو بایډن چې له ډیموکرېټ ګوند څخه دی په دواړو پاپولر وټ(ټولو رایو) او تر هغې هم زیات مهمه دا چې د الکټورل کالج په شمېر کې چې بریالی تن ټاکلی مخکې دی.

ولسمشر له خبریالانو څخه کومه پوښتنه ځواب نه کړه او درې ستر ټي وي ګان په ژوندۍ بڼه د هغه د خبرو له خپرولو څخه لېرې شوي دي په داسې حال کې چې هغه د درغلیو بې ثبوته تورونه لګول.

ټرمپ په ډیموکراټانو تور پورې کړ چې هڅه کوي انتخابات غلا کړي او وویل چې ریپلېکنز ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له ووټونو څارنه وکړي.

ټرمپ وړاندې وویل، "اجازه به ور نه کړي درغلیو ته چې دومره ارزښناکه ټاکنې غلان کړي." او زیاته یې کړه چې دی چمتو دی چې خپله کېس سترې محکمې ته یوسي.

ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له سپنې ماڼۍ څخه په خپلو ټویټونو کې ویلي، چې هر هغه ووټ چې د نومبر له دریمې څخه وروسته راغلي، هغه به "و نه شمېرل شي."

د ټرمپ ددغه اعلان په اړه ټویټر په یو نوټ کې لیکلي،‌"په دې ټویټ کې ځینې او یا ټول هغه څه چې شریک شوي لانجمن دي کېدای شي د ټاکنو او یا نورو ولسي پروسو په اړه غلط فهمي رامنځ ته کړي."

ټرمپ په خپل ټویټر باندې دا هم لیکلي، چې په ووټونو کې د درغلیو او د سټېټ په ټاکنو کې د درغلیو له امله به "د بایډن وروستۍ څرګندونې زمونږ لخوا چلنج شي"

ټرمپ تر دې مخکې، په ټویټر باندې غوښتي وو چې د ووټونو شمېرل دې ودرول شي کوم چې په جلا توګه د ایالتونو یا سټېټونو لخوا شمېرل کېږي نه د مرکزي حکومت لخوا.

د ټاکنو په اړه د جو بایډن وروستی دریځ:

پخواني مرستیال ولسمشر او په دې ټاکنو کې د ټرمپ سیال ډیموکراټ جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ټرمپ له څرګندونو مخکې د ډېلېوېر ایالت په وېلمېنګټن کې د کمرې مخې ته په خپلو لنډو خبرو کې وویل، "هر ووټ باید وشمېرل شي." او زیاته یې کړه چې "دا هغه څه دي چې مونږ یې ګورو اوس پرمخ روان دي او همداسې باید وشي. په ډیموکراسۍ کې کله کډوډي وي. ځینې وخت لږ صبر او زغم ته هم اړتیا لري."

په داسې حال کې چې د بایډن مرستیال هم په ستیج ورسره ولاړه وه، بایډن زیاته کړه، "مونږ هېڅ شک نه لرو کله چې شمېرل پوره شي، نو سنېټره هېرېس او زه به ګټونکي اعلان شو. نو ځکه زه له هر یو غواړم چې ارام پاتې شي او ټول خلک باید ارام وي."

د ټاکنو له ورځې د ټرمپ کمپاین په یو شمېر ایالتونو کې حقوقي دعواوې درج کړي، او د ووټونو او د شمېرلو د بهیر په اړه یې ځینې انګېرنې کړي.

تر اوسه پورې هېڅ کوم قاضي د ولسمشر ددې اقدماتو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې. په جورجیا، مشېکن او مېنېسوټا کې یې ګڼې دعواوې یې ژر بېرته رد شوي دي.

د بایډن د کمپاین لپاره حقوقي سلاکار رابړټ باور وویل، "د ټرمپ کمپاین د درغلیو په اړه بې بنسټه ادعاوې کوي." او زیاته یې کړه چې دا تګلاره چې د ووټونو مزاحمت کوي ناکامېږي."

د نواډا ایالت په کلارک ولسوالۍ کې چې ډیموکراټان پکې زیات دی او ورسره بایډن د هېواد په کچه د الکټورل کالج له پلوه مخکې کوي، د ټرمپ کمپاین ویلي، دوی په محکمه کې کېس اچولی او ادعا کوي چې لس زره هغه کسان چې د امریکا دایمي اوسېدونکي یا ریزېډنټ هم نه وو د ووټونو اچولو ته پرېښودل شوي او ریپلېکنز څارونکي په نه توانېږي چې د رایو هغه بکسونه وګوري چې ناسم ګرځول شوي دي.

د امریکا د ملي استخباراتو پخواني سرپرست مشر ریچارډ ګرینوېل وویل، "په دې هېواد کې دا د منلو نه دي چې غیر قانوني ووټونه وشمېرل شي. او دا هغه څه دي چې په نواډا کې اوس کېږي."

ګرېنېل چې د ټرمپ لخوا پخوا جرمني ته د سفیر او د سربیا او کوسوو لپاره د ځآنګړي استازي په توګه ټاکل شوی وو د خپلو تورونو په اړه کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی او نه یې هم په دې اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG