لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فواد چوهدري:ریاست دې دمذهب دسپکاوي بې ځایه تور لګوونکو ته عبرتناکې سزاګانې ورکړي


دپاکستان دسائنس مرکزي وزیر ښاغلي فواد چوهدري پنجاب کې د مذهب دسپکاوي په تور دیو بینک دمنیجر وژنه ظلم بللی اؤ وایي د ریاست فرض جوړیږي چې په داسې مقدمو کې ککړو مجرمانو عبرتناکې سزاګانې ورکړي.

پاکستان رسنۍ وایي تیره ورځ دخوشحاب قاید اباد سیمه کې د مذهب دسپکاوي په تور دخپل بینک دساتونکي لخوا د وژل شوي منیجر ملک محمدعمران حنیف په جنازه کې دسیمې ددیني علماؤ په ګډون ګڼ شمیر خلکو برخه اخستې وه اؤ ګواهي یې ورکوله چې وژل شوی تن ایمان لرونکی اؤ په ناحقه وژل شوی دی.

پاکستاني میډيا وایي دنیشنل بینک منیجر ملک عمران باندې اوړمه ورځ په خوشاب قاید اباد کې دهغه دبینک ساتونکي یو پخواني پوځي احمد نواز ډزې کړې وې اؤ هغه یې وژلی ؤ.

له نیول کیدو وروسته دغه ساتونکي په وژل شوي بینک منیجر د مذهب دسپکاوي تور لګولی خو د وژل شوي تن د ماما رسینو ته ويلي ملک عمران حنیف رښتوني عقيده لرله اؤ هغه دمذهب دسپکاوي سوچ هم نه شو کولی.

په ټولنيزو رسنيو خپرو شوؤ ويډيوز کې ليدل کیږي چې د پېښې وروسته د بېنک د ساتونکي سره ګڼ خلک د جلوس په شکل کې روان دي نعرې وهي او راپورونه وايي ګڼ خلک بيا د هغه سره تاڼې ته هم تللي دي.

دپاکستان دسائنس مرکزي وزیر فواد چوهدري د جمعې په ورځ په ټوئټر لیکلي تر ټولو زیات سپکاوی دادی چې د رحمت المالمین دنوم څخه دشخصي غچ اخستو دپاره په داسې توګه استفاده وکړل شي.

هغه لیکلي په قايد اباد کې ظلم شوی اؤ دا د ریاست مسولیت دی چې داسې مقدمو کې مجرمان دخلکو دپاره مثال جوړ کړی تر څو بل څوک داسې کار ونه کړل شي.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په تور د وژنو خبرونه مخې ته راځي، او د بشري حقونو ځايي او نړيوال تنظميونه په دغه اړه څرګندونې هم کوي.

د روان کال 2020 د ستمبر په میاشت کې د پاکستان د بشري حقونو تنظیم او پیپلز ګوند په هېواد کې د مذهب د سپکاوي په ضد د هغو مقدمو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه چې د بېلابېلو خلکو او مذهبي اقلیتونو خصوصاً شیعه ګانو په ضد درج شوې او ويلي يې ؤ دا به تشدد ته لاره هواره کړي.

او د اګست په میاشت کې د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنیسټي انټرنېشنل ويلي ؤ په پاکستان کې په خلکو د مذهب د سپکاوي تورونه تر خطرناک حده زیات شوي دي او د خلکو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړی او غوښتنه يې کړې وه چې د مذهب د سپکاوي قانون باید منسوخ کړل شي.

ایمنیسټي انټرنېشنل د اګست په 25مه پخپل بیان کې ویلي ؤ، "د مذهب د سپکاوي دغه پراخ، مبهم او جبري قانون د مذهبي ازادۍ،‌ عقیدې او د اظهار د ازادۍ له حقونو سره په ټکر کې دی".

ایمنیسټي پخپل بیان کې ویلي "دا قانون د ماشومانو، ذهني معذوره، مذهبي اقلیتونو، غریبانو او د ټولنې د کمزورو خلکو په ضد کارول شوی دی"

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG