لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دترهګرۍ دمخنیوي دعملیاتو ګډو تمرینونو دپاره روسي ځواکونه پاکستان ته رسېدلي دي


دترهګرۍ دمخنیوي په غرض دپاکستان او روس ځواکونه پینځلس ورځني ګډ تمرینات پیل کوي چې په دغو تمریناتو کې دبرخې اخستو دپاره د روسي ځواکونو یوه ډله پاکستان ته رسېدلې ده.

دپاکستان دپوځ مطبوعاتي څانګه وایي د دروزبه ۵ په نوم دې تمریناتو کې د روسیې ځانګړي ځواکونه برخه اخلي اؤ دا تمرینات به تر دوؤ اوونیو پاکستان کې کیږي.

پوځ وایي دې تمریناتو کې به د دواړو هیوادونو پوځونه دترهګرۍ دمخنیوي په اړوند خپلې تجربې دیو بل سره شریکوي.

دپاکستاني پوځ له مخې دې تمریناتو کې به په واورو کې مزل اؤ د یرغمل نیول شوؤ کسانو راخلاصولو دپاره عملیات مهم اړخونه وي.

دپاکستان پوځ زیاته کړې ده چې د دروزبه په نوم لمړی تمرین په کال ۲۰۱۶ اؤ دریم تمرین په کال ۲۰۱۸م کې پاکستان کې شوي وؤ اؤ دویم اؤ څلورم تمرینونه په کال ۲۰۱۷م اؤ ۲۰۱۹م کې په روس کې شوي وؤ.

ددې تمریناتو اعلان د روس پوځي سرلښکر اولیګ سالو کوؤ په کال ۲۰۱۶م کې کړی ؤ اؤ ویلي یې وؤ پاکستان اؤ روسیه به خپل وړومبي پوځي تمرینات په غرییزه سیمه کې کوي.

په افغانستان د شوروي دبرید راپدیخوا دپاکستان اؤ روس اړېکې تر ډیرې مودې تاؤژنې وې خو شپږکاله وړاندې د دواړو هیوادونو ترمنځ یو ځل بیا اړېکې وروسته له هغې په غځېدو شوې چې په کال ۲۰۱۴م د روسیې ددفاع وزیر سرګئ شوئ ګو دپاکستان په سفر لاړ اؤ په اسلام اباد کې یې د د روس اؤ پاکستان ترمنځ یو دفاعي تړون لاسلیک کړو

تیرکال هم د دسمبر په میاشت کې د روسیې یو۶۴کسیزه د لوړې کچې پلاوي اسلام اباد ته سفر کړی ؤ اؤ دغلته د پاکستان اؤ روس د وزارتي کمیشن په غونډه کې برخه اخستې وه.

دپاکستان د سرکاري شمیرو له مخې اسلام اباد اؤ ماسکو خپلو کې دکال تر اتوؤ سوؤ میلیونو ډالرو تجارت کوي اؤ د دواړو هیوادونو داقتصادي چارو وزیرانو تیرکال یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وؤ چې ددې تجارت له امله به د دواړو هیوادونو اړېکې نورې هم پیاوړې کیږي

XS
SM
MD
LG