لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کابل: په چاؤدنه کې د پخواني خبريال په ګډون درې تنه وژل شوي


په کابل کې نن سهار په يو ګاډي چاؤدنه شوې چې پکې د طلوع نيوز پخوانی خبريال او د هغه سره دوه نور کسان وژل شوي دي.

د راپورونو ترمخه وژل شوی پخوانی خبریال یما سیاوش دی او پوليس ویلې د هغه سره د نورو وژل شوؤ کسانو پېژندګلو نه ده شوې.

د ای پي خبري ادارې ترمخه د پوليس وياند فردوس فرامز د چاؤدنې پخلی کړی دی.

په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده منلې.

پوليس ویلي چاؤدنه په ګاډي پورې د نښلولو بارودي چاؤدېدونکو موادو د لارې شوې ده.

په کابل کې دا تازه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې د ګل/ دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون بريد شوی 22 تنه پکې وژل شوي او 22 نور ژوبل شوي چې زياتره يې زده کوونکي دي.

د ای پي خبري ادارې ترمخه داعش خراسان د دغه بريد زمه واري منلې ده.

په افغانستان کې د تشدد او بدامنۍ پېښې په داسې حال کې دوام لري چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو عمل هم روان دی او د دواړو خواؤ د يو بل سره ليدنې هم کيږي.

په افغانستان کې د سولې دپاره د روان کال فرورۍ په مياشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامه شوې او وروسته بيا په 12م ستمبر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په قطرکې بېن الافغاني خبرې پېل شوي چې تراوسه پکې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

XS
SM
MD
LG