لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بايډن د بريا دپاره ډاډمن دی، په پنسلوينيا کې يې 20زره ووټونه سېوا دي


د ډېموکرېټک ګوند د صدارتي کانديد جوبايډن د صدر ټرمپ نه په پنسلوينيا کې پینځه زره ووټونه سېوا ؤ کوم چې د جمعې د شپې پورې ناوخته تر 29زره پورې رسېدلي او د نورو ووټونو د شمېرې سره ښايي دا شمېره نوره سېوا شي.

د وي او ای د خبر ترمخه د دغو ووټونو اخستو سره به بايډن د 270 اليکټورل ووټونو پورې ورسي کوم چې د صدارتي څوکۍ د ګټلو دپاره اړين دي.

بايډن په جارجيا کې هم د څلورو زرو ووټونو سره مخکې روان دی او په اېريزونا او نيواډا کې هم مخکې دی که څه هم دغه رياستونه تراوسه د کوم کانديد په نوم شوي نه دي.

بايډن د جمعې په ورځ خپلو پلويانو ته په وېنا کې ویلي، مونږ د ګټې ختمي اعلان نه کوؤ خو شمېرې ښايي چې مونږ دا سيالي ګټو.

او که چرته بايډن پنسلوينيا ګټي د هغه الیکټورل ووټونه به د 273 نه سېوا شي، بل لور ته د ټرمپ سره دا وخت 214 ووټونه دي.

صدارتي امیدوار په 538 الېکټرل ووټونو کې د حتمي کامیابۍ دپاره 270 استازو ګټلو ته اړتیا لري.

د وي او ای خبر وايي که بايډن پنسلوينیا ګټي د ټرمپ د بريا لار بندولی شي.

صدر ټرمپ چې په شمالي کيرولاينا او الاسکا کې مخکې دی چرته چې سيالي لا حل شوې نه ده، که هغه پنسلوينیا نه ګټي ټرمپ نه شي کولی چې د بايډن نه مخکې لاړ شي.

په صدارتي انتخاباتو کې بايډن د ټرمپ نه څلور ملينه ووټونه زيات ا خستي دي، د بايډن ووټونه د 74 ملينو نه سېوا دي او ټرمپ 69 ووټونه ترلاسه کړي دي. په امریکا کې په صدارتي انتخاباتو کې 150 ووټونه اچول شوي کوم چې د امریکا د تاريخ تر ټولو سېوا ووټونه دي.

موجوده صدر او د ريپبلکن ګوند کاند يد ډانلډ ټرمپ ویلي، جوبايډن له نه وه پکار چې د کاميابۍ ناسمه دعوه يې کړې، هغه هم دغه دعوه کولی شي او اوس قانوني عملیات پېل شو.

ټرمپ د انتخاباتو په شپه د خپلې ګټې دعوه کړې وه.

ټرمپ په بل ټويټ کې ویلي، د انتخاباتو د شپې پورې هغه په ټولو رياستونو کې مخکې ؤ خو د وخت سره سره په خېرانونکي توګه د هغه مخکې کېدل وروسته شو.

د جارجيا ریاستي سيکرټري برېډ رېفنسپرجر د جمعې په ورځ ويلي، په جارجيا کې به بيا ووټونه شمېرل کیږي ځکه چې بايډن د صفر اعشاريه پينځه ووټونو سره مخکې دی.

د جارجيا د چارواکو په وېنا چې د نهه زره پوځيانو او بهرنيو ووټونه لا پاتې دي او دا قبلېدی شي که د جمعې پورې راورسي.

د ټرمپ کمپاين په وينسکانسن کې هم د بیا شمېرې غوښتنه کړې چرته چې بايډن په 20 زره ووټونو ګټلې ده.

د وي اوای خبر وایي ټرمپ د زیارت/ پنجشنبې په ورځ بې د کوم ثبوته په ډېموکرېټس د درغلۍ او بد انتظامۍ تور لګولی چې هغه د ولسمشرۍ د ګټې مخه ونيسي.

د ټرمپ په دغو دعوؤ د ريپبلکن ځینې ملګرو هم اعتراضونه کړي دي.

د جمعې په ورځ د ريپبلکن د صدارت پخواني نوماند کانديد سېنېټر مټ رومني چې د ټرمپ نقاد دی په ټویټر يې ویلي، ټرمپ په غلطه دی چې وايي په اليکشن کې درغلي، کرپشن او غلا شوې ده.

بېنجمن هولېنډ چې په الیکشن کمېشن کې يې د مرستيال کمشنر په توګه دنده ترسره کړې هغه ويلي داسې هيڅ ثبوت نشته په ملک کې په انتخاباتو کې په غټه کچه درغلي شوي وي.

د ټرمپ او ريپبلکن وکيلانود ووټونو په شمېره کې د بې قاعدګۍ تورونه لګولي او د هغې دپاره يې د قانوني لارې غوښتنه کړې ده چې په پنسلوينیا کې دې د ايمېل د لارې د ووټونو شمېره ودرول شي چرته چې وړاندې ټرمپ مخکې روان ؤ.

ډېموکرېټس د کرونا وايرس له امله په پلويانو د ايمېل د لارې د ووټ ورکولو ويلي او ټرمپ غږ کړی ؤ چې د هغه پلويان دې د انتخاباتو په ورځ په خپله ووټونه واچوي.

د جمعې په ورځ د استازو د اېوان ډېموکرېټک مشرې او سپيکرې نېنسي پلوسي ویلي ؤ د بايډن ګټه نزدې ده خو ورسره یې د ووټونو د شمېرې پورې د صبر کولو ويلي ؤ.

بايډن هم د جمعې په ورځ ويلي چې هغه د صدارت د چوکۍ د سمبالولو تمه لري او ټيم يې په ملک کې د کرونا وبا د مخنيوي دپاره پلان ته پاملرنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG