لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جوبائیډن ته دعمران خان ،اشرف غني،مودي اؤ نورو نړیوالو مشرانو مبارکي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان، دافغانستان ولسمشر اشرف غني،دهند وزیراعظم نریندرا مودي اؤ دنړۍ نورو یو شمیر مشرانو دخپلو مبارکیو په پیغامونو کې امریکا سره په ګډه کار کولو ته لیوالتیا ښودلې ده

دپاکستان وزیراعظم عمران خان دامریکا نوي ټاکل شوي صدر جوبائیډن ته باور ورکړی چې هیواد به یې امریکا سره په ګډه افغانستان اؤ سیمه کې دامن دټینګښت دپاره خپلو هلوځلو ته دوام ورکوي.

دامریکې صدارتي ټاکنو کې په بریالیتوب جوبائیډن اؤ دهغه مرستیالې کملا هیرس ته دمبارکۍ پخپل پیغام کې عمران خان ویلي دنوي ټاکل شوي صدر له لوري په جمهوریت په اړوند دنړۍ دمشرانو غونډې ته منتظر دی.

هغه په ټوئټر لیکلي “د درغله مشرانو دغیرقانوني ټیګسونو دپناه ځایونو له مینځه وړلو دپاره دامریکا صدر سره په ګډه کار کولو ته چمتو یم”

وزیراعظم عمران خان دا نه ده په ډاګه کړې چې کوم درغله مشران یادوي خو هغه واک ته له رسیدو وروسته پرله پسې پخپلو سیاسي مخالفینو په ځانګړي ډول په پخواني وزیراعظم نوازشریف د درغلۍ تورونه لګوي اؤ وایي دهیواد دخزانې نه یې پیسې په ناقانونه توګه دهیواد څخه بهر ویستلي دي.

نوازشریف دعمران خان دا تورونه ردوي اؤ وایي دیوې پیسې غبن یې هم نه دی کړی خو دپوځ جمهوریت ضد غوښتنې یې نه منلې اؤ عمران خان دپوځ لخوا اقتدار ته رسول شوی دی.

نوازشریف چې دا مهال لندن کې میشت دی اؤ پاکستان کې یې په ضد دغبن مقدمې روانې دي،هم دامریکا نوي ټاکل شوي صدر جوبائیډن ته صدارتي ټاکنو کې په بریالي کیدو مبارکي ویلې ده اؤ په ټوئټر یې هېله یې ښکاره کړې ده چې دجوبائیډن په مشرۍ به دامریکا اؤ پاکستان اړېکې پیاوړې شي.

په عین حال کې دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني هم دامریکا نوي ټاکل شوي صدر جوبائیډن اؤ دهغه مرستیالې کمیلا هیرس ته مبارکي ورکړې ده اؤ ویلي یې دي افغانستان دامریکا سره دخپلو ګڼ اړخیزو ستراتیژیکي اړېکو دلا ژورتیا هېله من دی.

ولسمشر غني په ټوئټر دخپل مبارکۍ پیغام کې لیکلي چې دترهګرۍ دمخنیوي اؤ افغانستان کې دامن دټینګښت په هڅو کې به امریکا خپل رول ته دوام ورکړي .

دهند وزیراعظم نریندرا مودي هم جوبائیډن اؤ دهغه مرستیالې ته ټاکنو کې په بریالیتوب مبارکي ورکړې اؤ هغوئ سره یې په ګډه کارکولو ته لیوالتیا ښودلې ده.

همداشان دکاناډا وزیراعظم جسټن ټریډیو،دجرمني چانسلرې انګیلا میرکل اؤ دنړۍ دنورو ګڼو هیوادونو مشرانو هم دنوي ټاکل شوي امریکایي صدر اؤ دهغه دمرستیالې په نوم دمبارکۍ پیغامونو کې هغوئ سره په ګډه کار کولو ته لیوالتیا ښودلې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG