لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان به په افغانستان کې د سولې او ثبات دپاره د امریکا مرستې جاري ساتي


پاکستان وايي د افغانستان د سولې او ثبات په لړ کې به د امریکا مرستې دوامداره وساتي، او په دغه لړ کې به خپل رول لوبوي.

د سرکاري ميډيا ترمخه د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي دغه خبره د يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې کړې ده.

د امریکا د نوي منتخب شوي صدر جو بايډن په اړه قرېشي ویلي، هغه [جو بايډن] په بهرنیو چارو ډېره ښه پوهه لري.

قرېشي زياته کړې بايډن د کشمير په حالاتو هم نا خبره نه دی.

هغه ویلي امريکا د اتحادي په حېث تل د پاکستان ستاينه کړې او په بېلا بيلو برخو کې یې ښې اړيکې لرلي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې د امریکا ډېموکرېټ سیاستوال جو بایډن چې اټکل کیږي د امریکا جنجالي صدارتي انتخابات یې د رېپبلېکن صدر ډانلډ ټرمپ نه ګټلي دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم جو بايډن او کامله هېرېس ته په ګټه اومبارکی ويلې وه او د افغانستان په لړ کې يې ورسره

هغه په ټويټر ویلي، "زه د نوي منتخب صدر سره د جمهوريت د نړيوالې غونډې د جوړولو سره د غلاګرو مشرانو لخوا د غلا شوي قومي دولت پټولو او ټېکس پټوږلو د غېر قانونه ځايونو د ختمولو دپاره د هغه سره د کار کولو خواهش لرم، د افغانستان او سیمې دپاره به هم د امریکا سره کار جاري ساتو".

XS
SM
MD
LG