لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاریاب:په امنیه قوماندانۍ موټري بمي چاودنه کې ۱۴کسان وژل شوي،۱۵ژوبل


امنیتي چارواکي وایي د افغانستان فاریاب ولایت کې په یوه موټري بمي چاودنه کې ۱۴کسان وژل شوي اؤ ۱۵نور ژوبل شوي دي دي.

دفاریاب دپولیسو ویاند کریم یورش د وینا تر مخه دغه بمي چاودنه د فاریاب په المار ولسوالۍ کې دامنیه قوماندانۍ په ولایت تیره شپه شوې ده.

د وي او ای اشنا د رپورټ له مخې د پولیسو ویاند منلې چې چاودنه کې څلور پولیس اؤ ۱۰ملکي وګړي وژل شوي خو دفاریاب والي نقیب الله فايق بیا په ټوئټر لیکلي چې دې موټري بمي برید کې څلور پولیس وژل شوي اؤ‌۱۲ نور ټپيان شوي دي.

والي دا هم وایي چې له دغې چاودنې وروسته څلورو وسله والو هم برید کړی خو هغوئ د امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

په سمدستي ډول ددې برید پړه کومې وسله والې ډلې پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې افغانستان کې په امنیتي سرتیرو د شوؤ زیاترو بریدونو اؤ بمي چاودنو پړه وسله والو طالبانو پغاړه اخستې ده.

په افغانستان کې د تشدد او بدامنۍ پېښې په داسې حال کې دوام لري چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو عمل هم روان دی او د دواړو خواؤ د يو بل سره ليدنې هم کيږي.

په افغانستان کې د سولې دپاره د روان کال فرورۍ په مياشت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې توافقنامه شوې او وروسته بيا په 12م ستمبر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په قطرکې بېن الافغاني خبرې پېل شوي چې تراوسه پکې ډېر لږ پرمختګ شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG