لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په خېبرپښتونخوا کې د بارانونو او واورې د امکان څرګندولو سره اړونده ادارو ته خبرداری


د خېبرپښتونخوا صوبې د افتونو د انتظام ادارې [پي ډي اېم ای] د جمعې [13م نومبر] نه تر اتوار/يکشنبې [16م نومبر] پورې په صوبه کې په برنو غرئيزه ضلعو کې د باران او واورې او پرتو ضلعو کې د باران امکان څرګند کړی او اړونده ادارو ته يې د چمتو کېدو خبرداری ورکړی دی.

پي ډي اېم ای د ژمي د لومړي باران او واورو کېدو امکان څرګند کړی چې د پاکستان د موسمیاتو د محکمې لخوا ورته ویل شوي دي.

پي ډي اېم ای ويلي په چترال، دير، سوات، شانګله، بونېر، کوهستان، مانسهره، اېبټ اباد، هري پور، چارسده، مردان، پېښور، کوهاټ، وزيرستان او کرمه کې د جمعې نه تر اتوار پورې باران، طوفان او په غرونو واورې کېدل امکان لري.

او په بنو او ډېره اسماعيل خان کې د جمعې د شپې نه خالي پورې دغه امکان څرګند کړی شوی دی.

پي ډي اېم ای د کم انساني او نور زيان څخه بچ کېدو دپاره اړونده ادارو ته د چمتو کېدو او احتياطي ګامونو اخستو ويلي دي.

ويل شوي سېلګري دې د موسم په حال خبر کړی شي. د ژغورنې يا مرستو ټوله عمله او مشينرې دې په ځای وي. او د هر ډول پېښې په وخت د مرستو دپاره 1700 نمبر ورکړی شوی چې 24 ساعته خلاص وي او د ادارې سره پرې تماس نيول کېدی شي.

په خېبرپښتونخوا کې په ځانګړي ډول برنو غرئيزو علاقو کې د ډېرو بارانونو او واور کېدو سره کچه جوړ کورونه غورځيږي، غرونه ښويږي او د واورو سره لارې [سړکونه] هم بنديږي.

XS
SM
MD
LG