لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د کرونا وبا سېوا کېدو له امله په غټو غونډو د بندېز سپارښتنه شوې


په پاکستان کې د کرونا وبا د مخنيوي او انتظام دپاره جوړ ملي مرکز [نيشنل کمانډ اېنډ کنټرول سنټر/ اېن سي او سي] د کرونا وبا دويمې چپې ته په کتو سپارښتنه کړې چې په غټو غونډو جوړولو دې بندېز ولګول شي.

د اېن سي او سي مشر اسد عمر ويلي دوي يو ځل بيا په غټو ولسي غونډو د بندېز سپارښتنه کړې ده ځکه چې د کرونا پ مثبتو پېښو کې په تيزۍ سره د زياتوالي د مخنيوي دپاره بيړني ګامونو پورته کولو ته اړتيا لري.

اسد عمر ويلي د اکتوبر د مياشتې د نيمايۍ نه راپدېخوا کله چې اېن سي او سي لومړی د غونډو د بندېز تجويز وړاندې کړی ؤ د کرونا کيسونه نزدې يو په درې سېوا شوي دي.

د اسد عمر دا بيان په حال کې مخې ته راغلی چې د نومبر په 11م نېټه 1808 د کرونا مثبتې پېښې مخې ته راغلي دي د کوم سره چې په پاکستان کې په کرونا وايرس د اخته کسانو شمېره درې لکه 49 زره992 ته رسېدلې ده.

او د دې وایرس نه په ملک کې 7055 کسان مړه شوي دي.

د حکومتي شمېرو ترمخه په کرونا وايرس اخته تنانو کې درې لکه 20 زره 849 کسان ښه شوي هم دي او د 22زره88 کسانو درملنه روانه ده.

XS
SM
MD
LG