لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني د ازادۍ رېډيو د خبريال الياس داعي د وژنې غندنه کړې


د افغانستان د هلمند چارواکو ویلي، د ولايت/ صوبې په مرکز لښکرګاه کې د ازادۍ رېډيو د خبريال الياس داعي په موټر د مقناطيسي ماين چاؤدنه شوې چې له امله يې هغه وژل شوی او د هغه سره یې ورور او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک مطبوعاتو سره د پېښې رامنځته کېدل تاييد کړي دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د الياس داعي وژنه غندلې او دغه پېښې يې "د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتونو د پټولو او د رسنیو د رسا غږ خاموشول" بللې ده.

هغه ويلي، "ترهګرې ډلې د دغه وړ جنایتونو او بریدونو په ترسره کولو سره د بیان ازادي او د خبریالانو رسا غږ نشي محدودلی، ځکه زمونږ د هیواد والو، رسنیو او خبریالانو دا قانوني حق او لاسته راوړنه په ډېرو کوښښونو او قربانیو ترلاسه شوې".

اشرف غني د الياس داعي د کورنۍ سره خواخوږي او غمشريکي کړې ده.

راپورونه وايي په الياس داعي د چاؤدنې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

په افغانستان کې دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې چې په اووم نومبر په کابل کې د طلوع نيوز پخوانی خبريال يما سياوش او د هغه سره دوه نور کسان په مقناطيسي ماين چاؤدنه کې وژل شوي وو.

ازادۍ رېډيو ويلي الياس داعي د کلونو راهسې په هلمند کې خبريالي کوله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG