لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

جو بایډن خپل د دفتر مشر ټاکلی خو ټرمپ د ټاکنو د پایلو بدلېدل غواړي


واشنګټن – د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالي بلل شوي نوماند جوبایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د واک د لېږد چارو ته دوام ورکړی او د اوږده وخت همکار ران کلېن یې په سپینه ماڼۍ کې د خپل د دفتر د مشر (چیف اف سټف) په توګه نومولی دی.

کلېن تر دې مخکې، هغه مهال چې بایډن د ولسمشر بارک اوباما په اداره کې مرستیال ولسمشر وو له هغه سره د دفتر د مشر په توګه پاتې شوی او د اوباما لخوا په ۲۰۱۴ کې ایبولا وبا ته د غبرګون د چارو مشري هم ور په غاړه شوې وه.

بایډن د شورو یا چهارشنبې په شپه په یو بیان کې ویلي دي، "د هغه ګڼې تجربې او وړتیا چې د سیاسي ډګر له ټولو کسانو سره کار کولی شي هغه څه دي چې زه یې په سپینه ماڼۍ کې اړتیا لرم په داسې حال کې چې اوس له بحران سره په جګړه کې یو او ټول هېواد باید بیا سره یوځای کړو."

کلېن دغه نوې مقرري د هغه "د ټول ژوند ویاړ" بللی.

د کلېن ټاکل د بایډن لپاره لومړی او تر ټولو مهم وو او ښايي د کابینې د نورو غړو نومول به په راتلونکې اونۍ کې ترسره شي.

جوبایډن همدارنګه د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د واک د لېږد په برخه کې له خپلو سلاکارانو سره لیدلي کوم چې په دې کې تجربه لري چې بایډن به د خپلې ادارې په بيل کې له کومو مسلو سره مخ کېږي تر څو چې بیا د جنورۍ په شلمه نېټه د نوي ولسمشر د پرانېستې له مراسمو وروسته د امریکا د حکومت واګې ترلاسه کړي.

ډانلډ ټرمپ د ټاکنو پایلې نه مني

بایډن ته د واک د لېږد چارې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا ستونزمنې شوې دي ځکه ټرمپ تر اوسه خپله ماته نه ده منلې.

ټرمپ خپلې حقوقي دعواوې پر مخ وړي په داسې حال کې چې د ووټونو په شمېر کې د بې نظمیو په اړه چې دی یې ادعا کوي کافي شواهد هم نه لري.

د سي ان ان ټي وي رابور ورکړی چې ټرمپ به تر هغو پورې د ټاکنو پایلې و نه مني تر څو په جورجیا کې ووټونه بیا و نه شمېرل شي او چارواکي هیله لري چې دا بهیر به د نومبر تر شلمې نېټې پورې بشپړ شي.

بایډن په دغه ایالت کې له ټرمپ څخه ۱۴۰۰۰ رایه مخکې دی.

ګڼو ریپلېکنز وکیلانو د بایډن بریا منلې ده خو زیاتره یې تر اوسه هم ارام دي او له ټرمپ څخه یې غوښتي دي چې خپله حقوقي جګړه دې پرمخ بوځي تر څو د دوهم ځل لپاره ولسمشر شي.

د اوهایو ریپبلېکن والي (ګورنر) مایک ډيواین او پخواني ریپلېکنز سیاسي سلاکار کارل روف دواړو د زیارت په ورځ وویل، چې بایډن ټاکنې ګټلې دي.

د امریکا په پنځوسو ایالتونو کې په غیر رسمي توګه د رایو یا ووټونو له شمېر څخه څرګندېږي چې بایډن تر ۲۷۰ زیاتې انتخاباتي رایې یا الکټورل کالجونه چې د یو ولسمشر د بریا لپاره لازمي وي ګټلي دي.

د امریکا په ټولو ایالتونو کې ټولټال ۵۳۸ الکټورل کالجونه دي.

تر اوسه پورې ټرمپ زیاتې هغه حقوقي دعواوې بایللي کومې چې په ټاکنو باندې اغیز لري. د یو شمېر نورو په اړه لا قاضیان حکم کوي خو په امریکا کې د ټاکنو تحلیل کونکي وايي، دوی تمه نه لري چې د بایډن بریا دې بدله شي.

ټرمپ همدارنګه فدرالي ادارې له دې منعه کړي دي‌ چې د بایډن له انتقالي سلاکارانو سره دې مرسته وکړي.

خو د واک د لېږد ډلې غړو له هغو چارواکو سره په دفاعي، ملي امنیت، روغتیا او چاپېریال ساتنې مسلو باندې خبرې کوي کوم چې په دې وروستیو کې لېرې شوي دي.

ټرمپ اوس ډېر په رسنیو کې نه راښکاره کېږي یواځې په ټویټر باندې لیکي چې دی به د بیا ټاکل کېدو لپاره خپله جګړه وګټي.

د جورجیا ترڅنګ په لویدیځ ایالت ارېزونا کې هم پایلې نهايي شوې نه دي چېرې چې بایډن له ټرمپ څخه نېږدې ۱۲۰۰۰ ووټونه مخکې دی.

کچېرې بایډن دغه دواړه ایالتونه وګټي نو د ټرمپ د ۲۳۲ انتخاباتي رایو په وړاندې به بایډڼ ۳۰۶ ګټلي وي او دا هغه شمېر الکټورل کالجونه دي چې ټرمپ پرې په ۲۰۱۶ کال کې د تمې خلاف خپلې سیالې هیلري کلنټن ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG