لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بوی کونکي سپي د کورونا په موندلو کې مرسته کولای شي


واشنګټن – د کورونا وایرس پرضد جګړه کې د فېنلېنډ وروستۍ وسله د کاسي، اي ټي او مینا په نامه درې سپیان دي.

درې واړه بوی کونکي سپي د هیلسینکي په وینټا هوايي ډګر کې پرېښودل شول تر څو د خپل تېز بوی کولو حس په مرسته هغه مسافر ومومي چې د کورونا ناروغي لري.

د وایز نوز په نامه تنظیم څخه سوېل تورونن چې ددغه ازمېښت څارنه یې کوله وویل، "د مشتریانو غبرګون ډېر زیات مثبت وو."

هغه زیاته کړه، د سپي په واسطه ټېسټ کول ډېر تېز دی او د سمپل له اخېستلو څخه د نتیجې ترلاسه کولو پورې دوه دقیقې وخت نیسي.

د کورونا وایرس بوی کونکي سپیان خوندي سفر سره مرسته کوي

هغه څېړونکي چې دغه پروګرام یې پيل کړی وايي، سپیان نېږدې سل فېصده د وایرس په موندلو کې دقیق دي.

دغه سپیان دومره مشهور شوي چې ځینې مسافر په خپله خوښه په کتارونو کې ورته درېږي تر څو د هغوی پواسطه بوی کړای شي.

د وینټا د مرستیال ښاروال ټیمو ارونکایټو په وینا پر وخت نتیجې هڅونکې دي. د سپیانو په واسطه د وایرس موندلو فیصدي له هغو سره چې په لابراتوار کې د سمپل د معاینې له لیارې موندل کېږي ډېرې نېږدې دي.

نوموړي د فرانسې خبري رسنۍ (اې اف پي) ته ویلي،

"مونږ په هوايي ډګر کې له ۱۶ څخه تر ۱۷ زرو پورې د پي سي‌ ار ټېسټونه کړي چې په هغو کې له یو فیصد څخه د کورونا پېښې کمې وې."

دی زیاتوي، اوس چې دا تاسو دا پرتله کړئ چې سپیانو هم له یو فیصد څخه کمو مسافرو کې کورونا وایرس موندل او د پي سي ار په ټېسټونو کې هم له یو فیصد څخه کم دی نو دا دواړه یو ډول دي او زه فکر نه کوم چې د شمېرو له پلوه دې کوم توپیر ولري.

په نړۍ کې په دې اړه د ګڼو ازمېښتونو لومړنۍ پایلې ښيي چې بوی کونکي سپیان هغه کسان په حیرانونکي او کره ډول موندلی شي چې کورونا وایرس ولري او له دې سره دا هیلې زیاتې شوې دي چې زمونږ سپیان به ژر وکولای شي چې د کورونا د وبا پرضد جګړه وکړي.

په حقیقت کې څیړونکي‌ دا هم وايي، چې سپیان په دې کار کې د سواب یا نمونې اخېستلو تګلارې ته هم ماته ورکړې او د کورونا وایرس هغه مثبتې پېښې هم موندلی شي کومې چې په تېسټونو کې نه وې موندل شوي.

د بوی کونکو سپیانو ازمېښت په برتانیه کې هم پر مخ روان دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG